د ون کانسټيټيوشن قانوني قبضه اغستل،  په څو مياشتو كښې به فائيو سټار هوټل جوړېږي، اوس به په اسلام آباد كښې شتمند او غريبانو لپاره دوه مخيز معيار نه چلېږي۔ محسن نقوي

  اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير سينيټر محسن نقوي په پايه تخت كښې په زمكو د ناجائزه قبضو په ضد د كوم امتياز نه غېر آپريشن له د عزم پخلي كولو سره ووئيل د ون کانسټيټيوشن وداني به په يو څو مياشتو كښې په رسمي توګه په فائيو سټار هوټل بدله كړې شي٬ په اسلام آباد كښې وزير مملکت طلال چوهدري او د …

 

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير سينيټر محسن نقوي په پايه تخت كښې په زمكو د ناجائزه قبضو په ضد د كوم امتياز نه غېر آپريشن له د عزم پخلي كولو سره ووئيل د ون کانسټيټيوشن وداني به په يو څو مياشتو كښې په رسمي توګه په فائيو سټار هوټل بدله كړې شي٬ په اسلام آباد كښې وزير مملکت طلال چوهدري او د سي ډي اے چيئرمېن سره په ګډه پرېس کنفرنس ته خپلې وېنا كښې محسن نقوي ووئيل د وفاقي کابينې غٶنډه كښې د ون کانسټي ټيوشن ايوينيو په اړه د جوائنټ انويسټي ګيشن ټيم (جے آئي ټي) رپورټ وړاندې كړے شوے د كوم چې رسمي منظوري وركړې شوې او دا حقائق به ډېر زر قام ته وړاندې كړے شي۔ ده په سپينو ټكو ووئېل  په دې ودانۍ وړاندې هم قبضه وه او اوس هم ده، خو اوس د سي ډي اے ممبر ايډمن به د دې ودانۍ ټولې انتظامي چارې سنبهالوي۔ محسن نقوي ووئيل په اسلام آباد كښې چې په زمكو  د كومې بې دړدۍ سره قبضې شوي د هېواد په تاريخ كښې ئې مثال نه ترلاسه كېږي۔ ده واضحه كړه چې د قانون په نظر كښې د شتمندو او غريبانو تر مينځه فرق پكار نه دے، د چا په زمكه چې ناجائزه قبضه شوې ھغه به خامخا راګرځولې شي او په سرکاري زمكو  د قابضو  كسانو سره به هېڅ قسمه رعايت نه كېږي۔ ده د ون کانسټيټيوشن په کيس كښې د سي ډي اے انتظاميه او د ليګل ټيم د هلو ځلو ستائنه وكړه  او په مرستې كولو ئې د وزيراعظم مننه وكړه ۔ ده انکشاف وكړو چې د قبضې  ختمولو په مهال سخت فشار رامخې ته شوے او داسې ماحول پېدا كړے شوے چې زړه ماتي شوو خو د سي ډي اے چيئرمين او د ده ډلې په تندۍ سره كار كوي۔ د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل زما مقصد يوازې خلقو ته ځان يا كارروائۍ ښودل نه دي بلكې هره معامله خپل انجام ته رسول دي٬ ون کانسټيټيوشن پراجيکټ د پرچېزر او ځپليو په اړه خپلو خبرو كښې ده ووئيل  چا چې كومه ادائيګي كړې ده ھغوي ته به خپل رقم بېرته وركولې شي۔ په نورو چارو رڼا اچولو سره محسن نقوي ووئيل د وزيراعظم هاٶس شا ته قبضه كړز زمكو كښې يو زر اېكړه زمكه د وړاندې نه راګړځولې  شوې ده، د اسلام آباد کلب د معاملې حل لپاره مهلت غوښتلے شوے او د سي ډي سي په ترجيحات كښې په پايه تخت كښې په څلور نامكمله سېكټرز كار بشپړول او د ادارې په اړوند څانګو كښې د پوهانو كسانو تعيناتول شامل دي۔

مزید خبریں