د قانون څخه څوك هم بالا نه دي، ون کانسټيټيوشن ايونيو كښې د حقيقي سرمايه کارو د ګټې به تحفظ کولې شي۔عطاء الله تارړ

  اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي)د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي  د ون کانسټيټيوشن ايونيو کيس كښې به د حقيقي سرمايه کارو د ګټې تحفظ باوري كولې شي، قانون د ټولو لپاره يو دے، بايد يو ښار كښې د غريب او مالداره ترمينځه فرق ونه شي۔ د شورو په ورځ د  پي ټي وي هيډ کوارټرز كښې د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خاص …

 

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي)د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي  د ون کانسټيټيوشن ايونيو کيس كښې به د حقيقي سرمايه کارو د ګټې تحفظ باوري كولې شي، قانون د ټولو لپاره يو دے، بايد يو ښار كښې د غريب او مالداره ترمينځه فرق ونه شي۔ د شورو په ورځ د  پي ټي وي هيډ کوارټرز كښې د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال او د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري سره خبري کنفرنس ته وينا كښې وفاقي د اطلاعات وزير عطاء الله تارړ  ووئيل په يو ښار كښې د غريب او مالداره ترمينځه بايد فرق اونه شي،د تجاوزات په ضد کارروائي كښې جې د غريب غير قانوني ودانۍ ويجاړه شي او د مالداره ودانۍ پرېښودلې شي نو داسې نه شي كيدے ٬ دې كښې به شته مند او غريب ته نه كتلے كېږي ۔ده ووئيل ون کانسټي ټيوشن ايونيو کيس پلټنو لپاره شريكه تحقيقاتي ډله (جے آئي ټي) جوړه شوي كومي چې په  2000ء كښې د منصوبې د ايوارډ كولو په وخت  ټول اړوند افسران په ګوته کړې دي ۔ ده ووئيل كومو كسانو چې په حلالو روپو دلته فليټس اغستي،هغه كه هېواد كښې وي يا بهر  جے آئي ټي د هغوي د  تحفظ هم سفارش کړے دے۔ عطاء الله تارړ ووئيل کانسټي ټيوشن ون ايونيو كښې د سرمايه کاري کوونكو د ګټې تحفظ به باوري كولې شي۔ منصوبه به ري ټينډرنګ او ري ډيزائننګ كولې شي دغسې ټول ماډل به بدلولې شي۔ده ووئيل چا چې په دې منصوبه كښې فليټس اغستي يا سرمايه کاري يې کړې او هغوي ته د دې خبرې علم نه ؤ چې د منصوبې کنټريکټ په ښكاره ډول غير قانوني ډول او په جوړه جړه سره د خپلي خوښې كمپنۍ له وركړے شوے،د هغوي د حقونو به هم تحفظ کولې شي۔ده ووئيل د حکومت د وژن له مخې نن دا څوك هم نه شي وئيلي چې اسلام آباد كښې د غريب او مالداره ترمينځه فرق كيږي۔ په دې كيس كښې به نيب پلټني په درېو مياشتو كښې بشپړوي او د دغې نه پس به د ټرائل عمل پيل شي۔ وفاقي وزير ووئيل د نيب په پلټنو كښې به ميرټ باوري كولې شي۔ جے آئي ټي په سپيځلي ډول كار كولو سره د جرمونو تفصيلات او هغې كښې ككړ كسان په ګوته كړي او نيب نورو پلټنو لپاره تګلاره هم تجويز کړې شوې۔ده ووئيل حکومت اولس له ريليف وركولو لپاره هر ممکن اقدامات کوي۔ عطاء الله تارړ ووئيل دا د مساوات عمل دے چې له مخې ئې څوك هم قانون څخه بالا نه دے۔  د جے آئي ټي رپورټ کابينه كښې ستائيلے شوے او د كابينې غړو د هغې توثيق کړے۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل د منصوبې مرکزي ټھيکيدار عبدالحفيظ شيخ نامه په ايګزټ کنټرول لسټ (اي سي ايل) كښې شامله ده۔  د نيب پلټنو كښې  د ټولو ملزمانو نامې په اي سي ايل كښې شته۔ نيب نورو پلټنو كولو سره به معامله په ميرټ مخ په وړاندې بوځي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب وفاقي وزير ووئيل قانون د ټولو لپاره برابر دے چا سره به هم رعايتي سلوك نه كېږي۔

مزید خبریں