اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره پاکستان كښې د ترکيې سفير ډاکټر عرفان نذيراوغلو وليدل او د كر كېلې، لائيو اسټاك، ويکسين جوړولو ، د افرادي قوت په تربيې او د ويليو ايډډ غذائي مصنوعات برآمدات په څانګو كښې مرستي له عملي شكل وركولو په اقدامات يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د دواړو د دې عزم څرګندونه …
د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د ترکيه سفير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره پاکستان كښې د ترکيې سفير ډاکټر عرفان نذيراوغلو وليدل او د كر كېلې، لائيو اسټاك، ويکسين جوړولو ، د افرادي قوت په تربيې او د ويليو ايډډ غذائي مصنوعات برآمدات په څانګو كښې مرستي له عملي شكل وركولو په اقدامات يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د دواړو د دې عزم څرګندونه وكړه چې د پاکستان او ترکيه ترمينځه پخوانۍ تزويراتي اړيكې په عملي منصوبو بدلولو لپاره د اړوند وزارتونو، پوهنتونونو، ادارو او تکنيکي پوهانو ترمينځه رابطو ته به وده وركولې شي۔ په دې موقع ووئيل شول مجوزه 100 تربيتي ګډون كوونكو كښې په ابتدائي توګه نزدې 30 كسان ترکيې ته د ليږلو منصوبه لرو ۔د خارجه وزارت د اړخه د ترکيې ممکنه تربيتي اداري په ګوته كړي شوي دغسې موزوں پوهنتونونو ، ترجيحي څانګو او تربيتي تګلارې ته حتمي شکل وركولو لپاره هائر ايجوکيشن کمېشن سره په رابطه كښې يو۔د تركيې سفير په خاص توګه زرعي څانګه كښې پوهه لرونكو د ترکيې پوهنتونونو سره نيغ په نيغه رابطو جوړولو كښې د ذاتي مرستي وړانېز وركړو۔ د لائيو اسټاك پرمختګ او د منه کھر ناروغتيا (فټ اينډ ماؤتھ ډيزيز) ويکسين په ځائې توګه جوړول د ملاقات مم سرخط ؤ ۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم په پاکستان كښې د منه کھر ناروغۍ ويکسين په ځائې توګه جوړولو لپاره د تركيې څخه تکنيکي معاونت ترلاسه كولو پريكړه وكړه ۔د ترکيې سفير په دې لړ كښې مرستي ته د صلاح كيدو تصديق وکړو چې د ترکيې تکنيکي پوهانو يو پلاوې به د پاکستان دوره کوي دغسې چې د شريكي مرستي عملي امکانات جاج واخستلے شي۔











