اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) وفاقي کابينې په خېبر پښتونخوا كښې د ايمرجنسي مودې په مهال د امروزه چارو ترسره كولو لپاره د خېبر پښتونخوا ګورنر له د وزيراعلیٰ اختيارات منتقل كولو ،د نوو کرنسۍ نوټونو ډيزائن كولو ، د لسو روپو بينك نوټ په ځائے د لسو روپو سكه معارفي كولو منظوري وركړه دغسې کابينې د پاکستان او کويت ترمينځه د دفاعي مرستې لوظ نامه ه …
د وزيرِاعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي کابينې غونډه، د خېبر پښتونخوا ګورنر له د وزيراعلیٰ اختيارات منتقل كولو ، د نوو کرنسي نوټونو د ډيزائن ،د لسو روپو سکه د معارفي كولو منظوري، د پاکستان-کويت دفاعي لوظ نامې توثيق

مزید خبریں
اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) وفاقي کابينې په خېبر پښتونخوا كښې د ايمرجنسي مودې په مهال د امروزه چارو ترسره كولو لپاره د خېبر پښتونخوا ګورنر له د وزيراعلیٰ اختيارات منتقل كولو ،د نوو کرنسۍ نوټونو ډيزائن كولو ، د لسو روپو بينك نوټ په ځائے د لسو روپو سكه معارفي كولو منظوري وركړه دغسې کابينې د پاکستان او کويت ترمينځه د دفاعي مرستې لوظ نامه ه م توثيق كړه ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي کابينې غونډه وشوه۔ وفاقي کابينې په خېبر پښتونخوا كښې انتظامي چارې په آسانۍ سره ترسره كولو او واكمني لا ښه كول لپاره وزيراعلیٰ ته ترلاسه اختيارات په صوبه كښې د ايمرجنسي مودي په مهال د خېبر پښتونخوا ګورنر ته د منتقل كولو منظوري وركړه۔د خېبر پښتونخوا ګورنر به د داسې ټول اختيارات كارولو په اړه هره مياشت وفاقي حکومت ته جائزه رپورټ وړاندې كوي۔ وفاقي کابينې پريكړه خوشبينه ګرځولو سره هيله څرګنده كړه چې د خېبر پښتونخوا ايډوائزري کونسل به د خېبر پښتونخوا ګورنر په مشرۍ كښې د صوبې اولس ښه والي ٬ سوكالۍ او صوبه كښې امن و امان لپاره بشپړه هڅي باوري كوي۔ وفاقي کابينې د پاکستان او کويت ترمينځه د دفاعي مرستي لوظ نامې توثيق وكړو۔ پاکستان او کويت ترمينځه د دفاعي مرستي لوظ نامه په 11 جون 2023 شوې وه چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي څانګو كښې مرستي ته وده وركول دي۔د کويت حکومت په 19 جولائي د دې توثيق کړے ؤ۔ وفاقي کابينې د خزاني وزارت په سفارش د نوو کرنسي نوټونو ډيزائن منظوري هم وركړه۔ کابينې ته د نوو کرنسي نوټونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ بريفنګ كښې ووئيل شول د نوو كرنسي نوټونو ډيزائن لپاره ټول هېواد څخه د مصورانو او ډيزائنرز څخه وړاندېزونه اخستلې شوي او د وزيرِاعظم د اړخه جوړې ګرې د کابينه کمېټۍ د سټيك هولډرز سره په دې تفصيلي مشاورت کړے ۔غونډي ته ووئيل شول د جعلي نوټونو مخنيوي لپاره سکيورټي فيچرز زياتولو سره سره به جديد ميټريل استعمالولې شي چې ورسره به د نوټونو د كارولو ميعاد هم زيات شي۔ وفاقي کابينې د لسو روپو بينك نوټ په ځائے د لسو روپو سکه معارفي كولو هم منظوري وركړه۔وفاقي کابينې د حکومتي ملکيتي ادارو لپاره کابينه کمېټۍ د 26 اکتوبر په غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق وكړو۔دغسې وفاقي کابينې د ليجسليټيو کيسز لپاره د کابينه کمېټۍ د 22 جنوري، 26 فروري، 5، 18 او 27 اګست، 11 او 22 ستمبر په غونډو كښې د شوو پريكړو هم توثيق وكړو۔











