منسك۔ 4 نومبر(اے پي پي) روس وئېلي دي هغه د اروپا سېره جنګ نه غواړي او نه د كومې كاروائۍ اراده لري خو كه اروپا د جنګ پېل كولو پرېكړه وكړه نو مونږ د مقابلې لپاره چتو ولاړ يو٬ د شنهوا تر مخې دا خبره د روسيه خارجه وزير سرګۍ لاوروف تېره ورځ د بېلا روس پايه تخت منسك كښې تابيا د يوريشيائې سلامتيا په اړه 2 ورځني نړيوال …
د اروپا سره جنګ نه غواړو ٬ كه هغوي د جنګ پرېكړه وكړه نو مونږ د مقابلې لپاره چمتو ولاړ يوو٬ روس

مزید خبریں
منسك۔ 4 نومبر(اے پي پي) روس وئېلي دي هغه د اروپا سېره جنګ نه غواړي او نه د كومې كاروائۍ اراده لري خو كه اروپا د جنګ پېل كولو پرېكړه وكړه نو مونږ د مقابلې لپاره چتو ولاړ يو٬ د شنهوا تر مخې دا خبره د روسيه خارجه وزير سرګۍ لاوروف تېره ورځ د بېلا روس پايه تخت منسك كښې تابيا د يوريشيائې سلامتيا په اړه 2 ورځني نړيوال كانفرنس د پرانستې په موقع خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئېل روسيه كله هم د لوېديز لپاره خپلې تمبې نه دي پورې كړي او د داسې لوېديزو هېوادونو سره مرستې لپاره چمتو يوو څوك چې د روسيه خلاف د دښمنۍ سوچ پرېږدي۔ هغه واضحه كړه چې روس د اروپا سره جنګ نه غواړي او نه د دې كومه ارداه لري خو كه اروپا د جنګ پرېكړه وكړه نو روس مقابلې كولو ته چمتو ولاړ دے۔ هغه ووئېل د اروپا سره د نيغ په نيغه خبرو اترو امكانات تر اوسه غېر واضحه دي ۔ هغه ووئېل لوېديز هېوادونه په ڼړۍ كښې كثير قطبي نظام جوړولو پلو د زياتېدونكې پام څخه لرې كېږي ۔ د بېلا روس خارجه وزارت تر سېوري لاندې په دې كانفرنس كښې نزدې د 50 هېوادونو او د 600 منطقو نه زيات استازي ګډون كوي۔











