د تعليم صوبائي وزيرې د ګورنمنټ ګرلز ډګري كالج كوئټه دوره ٬ د طالبات ستونزې واورېدلې شوې

  كوئټه۔ 4 نومبر (اے پي پي)  د تعليم صوبائي وزيرې راحيله حميد دراني د شورو په ورځ د ګورنمنټ ګرلز ډګړي كالج كوئټه دورې كولو سره  د تعليمي چارو ٬  انتظامي صورتحال  او د شته آسانيو  په تفصيل سره  جاج واغست  او د بېلا بېلو كلاس رومز څارنه يې وكړه۔  د دورې په مهال  طالبات  د تعليم صوبائي وزيرې سره سټرې مشي وكړل او هغه يې د خپلو ستونزو …

 

كوئټه۔ 4 نومبر (اے پي پي)  د تعليم صوبائي وزيرې راحيله حميد دراني د شورو په ورځ د ګورنمنټ ګرلز ډګړي كالج كوئټه دورې كولو سره  د تعليمي چارو ٬  انتظامي صورتحال  او د شته آسانيو  په تفصيل سره  جاج واغست  او د بېلا بېلو كلاس رومز څارنه يې وكړه۔  د دورې په مهال  طالبات  د تعليم صوبائي وزيرې سره سټرې مشي وكړل او هغه يې د خپلو ستونزو څخه خبر كړه۔   په دې مهال طالبات غوښتنه وكړه  چې د بي ايس زده كوونكو انجونو ته دې هم  دې كالج څخه  د ډګرۍ تر سره كېدو اجازه وركړې شي ٬ دغسې چې دوي لرې پرتو سيمو ته متقل نه كړې شي۔دغسې زده كوونكو  ځيركو او  قابلو  انجونو ته  دې په مېرټ اسكالر شپ  او مسحقو و غرېبو  ته د تعليم فيسونو كښې د خاص رعايت وركولو  هم اپيل وكړو۔ صوبائي وزيرې  په كالج كښې د بنيادي  آسانيو  او د استاذانو د كمي نوټس اغستو سره   د سمدستي ګامونو پورته كولو باور وركړو ۔ راحيله حميد دراني ووئېل   د بي ايس پروګرام لپاره  د پكار ځېركو  او جوګه استاذانو  ٬ فرنېچر  ٬ لېبارټريز او نورو ضروري  تعليمي سامان  به اول  وركولې شي ٬ دغسې چې طالبات ته يو  معياري تعليمي ماحول تر لاسه شي ۔ په دې مهال صوبائي وزيرې د  كالج پرنسپلې او د تدريسې عملې سره هم ملاقات وكړو    او هغوي ته يې سپارښتنه وګكره   چې هغوي انجونو ته  معياري تعليمې ماحول وركولو لپاره  خپل ټول صلاحيتونه وكاروي۔

مزید خبریں