اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د پاکستان او برتانيه ترمېنځه د ترهګرۍ مخنيوي په اړه كلنه خبرې اترې په اسلام آباد كښې تابيا شوې دي ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د شورو په ورځ د خبرو په مهال ووئېل شول دواړه ډلو د ترهګرۍ مخنيوي په څانګه كښې د روانو دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه اړيكو جاج واخست او د ترهګرۍ د ټولو قسمونو او مظاهرو …
د پاکستان او برتانيه ترمېنځه د ترهګرۍ مخنيوي په اړه كلنه خبرې اترې په اسلام آباد كښې كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د پاکستان او برتانيه ترمېنځه د ترهګرۍ مخنيوي په اړه كلنه خبرې اترې په اسلام آباد كښې تابيا شوې دي ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د شورو په ورځ د خبرو په مهال ووئېل شول دواړه ډلو د ترهګرۍ مخنيوي په څانګه كښې د روانو دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه اړيكو جاج واخست او د ترهګرۍ د ټولو قسمونو او مظاهرو په ضد ئې د مشتركه عزم پخلے وكړو۔ په خبرو كښې د غوره عملي تجربو تبادلې او د ترهګرۍ د نوو رجحاناتو پشمول د آن لائن پروپيګنډې، د سوشل ميډيا د نا سمه كارونې او د رامخې ته شوو ټيکنالوجيز د لارې د ترهګرۍ خاتمې لپاره د مرستې د نوو امكاناتو لټولو پلو پام وګرځولے شو۔











