استنبول 04 نومبر (اے پي پي) د تجارت وزير جام كمال په استنبول كښې د اقتصادي او تجارتي مرستې تنظيم (کومسېك) د 42مې غونډې په موقع د تركيه خپل همڅنګ پروفيسر ډاکټر عمر بولات سره وليدل۔ د ملاقات په مهال د شريك تجارت ودې٬ د پاکستانو زرعي څيزونو په برآمدات كښې په زياتوالي او په پاکستان كښې د تركيه سرمايه کاري په مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په …
د تجارت وزير جام كمال په استنبول كښې د کومسېك د 42مې غونډې په موقع د تركيه خپل همڅنګ سره وليدل

مزید خبریں
استنبول 04 نومبر (اے پي پي) د تجارت وزير جام كمال په استنبول كښې د اقتصادي او تجارتي مرستې تنظيم (کومسېك) د 42مې غونډې په موقع د تركيه خپل همڅنګ پروفيسر ډاکټر عمر بولات سره وليدل۔ د ملاقات په مهال د شريك تجارت ودې٬ د پاکستانو زرعي څيزونو په برآمدات كښې په زياتوالي او په پاکستان كښې د تركيه سرمايه کاري په مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع دواړو وزيرانو د شريكو اقتصادي او تجارتي ګټو په چارو هم تفصيلي خبرې وكړې او د پاكستان او تركيه ترمېنځه تجارتي اړيكې لا مستحكم كولو لپاره ئې د عزم پخلے وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير د باسمتي وريژو په اړه د پاکستان د جائز ادعا په بشپړ ملاتړ د تركيه مننه وكړه او په نړيوال ماركيټ كښې د پاکستان د اعليٰ معيار زرعي مصنوعات تحفظ او ودې لپاره ېې د پرله پسې مرستې په اهميت زور رواړو۔ ده د تركيه کاروباري ادارو ته په پاكستان كښې د موقعو څخه ګټې پورته كولو، صنعتي يونټس جوړولو او په پاکستان كښې خپلې پيداواري هلې ځلې او سرمايه كارۍ ته د پراختيا وركولو بلنه وركړه۔ په دې موقع د تركيه د تجارت وزير پروفيسر ډاکټر عمر بولات په ترکيه كښې د پاکستانو باسمتي وريژو د مؤثره تشهير او برانډنګ په اهميت زور راوړلو سره ووئيل دې سره به د ترکيه په بازار كښې د پاکستانو باسمتي وريژو شتون او په صارفين كښې د دې شناخت لا مستحكمولو له مرسته ترلاسه شي۔ ۔ په ملاقات كښې د يو مهم پيشرفت په توګه پروفيسر ډاکټر عمر بولات د دوه اړخيزه تجارتي نظام جاج اخستو او تجارتي اړيكې لا ښه كولو لپاره د عملي ګامونو د لټولو په غرض د تركيه چاوراكو يو پلاوي پاكستان ته په رالېږلو موافقه وكړه۔ دواړو ډلو په دې خبره زور رواړو چې موجودہ اقتصادي موقعې په كوټلې تجارتي او د سرمايه کارۍ په نتيجو بدلولو لپاره ادارہ جاتي روابط، کاروباري مرستهې او نزدې رابطه کارۍ ته د پرله پسې ودې وركولو ته اړتيا ده۔











