حكومت د پټروليم مصنوعات لوړې شوې بيعي بار په اولس نه اچولو هر ممكن هڅي كوي، د ايل اين جي مافيا دور ختم شوے۔د وزيراعظم  شهباز شريف  د وفاقي كابينې غونډه كښې خبرې

  اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاكستان په سيمه كښې امن و استحكام او تاؤ ترېښوالي كمولو لپاره د زړه له كومي سفارتي هڅي كوي، په نړيواله كچه د پټروليم مصنوعات لوړې شوې بيعي بار په اولس نه اچولو هر ممكن هڅي كوي،هېواد كښې د فيول سبسډي ښه پروګرام  په كاميابۍ سره روان دے كوم به چې د دسمبر تر آخر روان …

 

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاكستان په سيمه كښې امن و استحكام او تاؤ ترېښوالي كمولو لپاره د زړه له كومي سفارتي هڅي كوي، په نړيواله كچه د پټروليم مصنوعات لوړې شوې بيعي بار په اولس نه اچولو هر ممكن هڅي كوي،هېواد كښې د فيول سبسډي ښه پروګرام  په كاميابۍ سره روان دے كوم به چې د دسمبر تر آخر روان وي،د ايل اين جي درآمد سره په اربونو روپۍ ګټونكې مافيا دور ختم شوے،د خېبر پښتونخوا لپاره د 160 اربه روپو پرمختيائي پيكيج وركړے شوے،د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو لپاره به  وفاقي و صوبائي حكومتونه د امنيتي ادارو سره په ګډه ګامونه پورته كوي۔د شورو په ورځ د وفاقي كابينې غونډه كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل دا مهال نړۍ كښې د تيلو بيعي  د آسمان سره خبري كوي،د دې لويه وجه سيمه كښې ناامني ده،پاكستان امن راوستلو له د وړاندې په څير كردار ترسره كوي،تيره اوونۍ كښې د پاكستان پلاوي دوه ځل د تهران دوره كړي، فيلډ مارشل عاصم منير هم تهران ته تللے ؤ چرته چې د پاكستان،سعودي عرب ، ايران او تركيې اعلیٰ چارواكو ترمينځه خبرې اترې شوي،هلته د پاكستان ، سعودي عرب او تركيې ترمينځه لوظنامې په اړه هم په ښه ماحول كښې خبرې شوي۔ده ووئيل هېواد كښې د فيول سبسډي ښه پروګرام  په كاميابۍ سره روان دے كوم به چې د دسمبر تر آخر روان وي،يو نيم كروړ كسان ټوكن استعمالوي، حكومت د توان بيعو كښې د زياتوالي بار په عام وګړي نه اچوي،د جمعې په ورځ نړيوال ماركيټ كښې د پټروليم مصنوعات بيعو كښې د زياتوالي په وجه د پټرول بيعه كښې  د 15 روپو يو ليټر نور  بار په اولس نه دې اچولے شوے بلكه د پټروليم وزير او د هغه ډلي ريفائنريز سره خبرې اترې كړي او هغوي ته ئې وئيلي دي چې دا بار په اولس د اچولو په ځائې به  پخپله پورته كوې ، په دې د پټروليم وزير او د هغه ډلي له مباركي وركوم۔ وزيراعظم ووئيل سيمه كښې د حالات له امله په نړيواله كچه د پټروليم مصنوعات بيعو كښې د زياتوالي ترمخه اولس لپاره ريليف وركولو له فيول سبسډي سكيم پېل كړے شوے كوم څخه چې تر اوسه 7 نيم كروړه وګړو ګټه پورته كړي او په دې لړ كښې نزدې  28 اربه روپۍ سبسډي وركړې شوې،  ده ووئېل دغه پروګرام په زياتي كاميابۍ او سپيځلي ډول  مخ په وړاندې روان دے،په دې اړوند چارواكي نظر ساتي۔ده د پټروليم وزير ته سپارښتنه وكړه چې داسې پټرول پمپونه بند كړئ او  سزا وركړئ كوم چې په دې پروګرام عمل نه كوي۔ وزيراعظم ووئيل دغسې مونږ ايل اين جي مافيا كومې چې  په درآمد كولو كښې په اربونو روپۍ ګټلي،هغوي څخه څو لسېزي پس آزاد شوي يو او اوس د مافيا دور ختم شوے،اوس د مسابقت او شفافيت سره د ايل پي جي درآمد او د هغې انتظام كيږي،  د پي اېس او او پاركو پهڅير سركاري ادارو د لارې د چارو انتظام كيږي۔ده ووئيل نائب وزيراعظم، د توان وزير او خزاني وزير پشمول ټولي ډلي له شاباشے وركوم چې څو لسيزي پس دغه د كفر دور ختم شو۔وزيراعظم ووئيل د ايل پي جي درآمد كښې به مسابقت راځي او د ځائې ايل پي جي لګښت له به نيلامي كيږي او د هغې ګټه به حكومت اولس ته د سبسډي د لارې ورسوي۔ وزيراعظم ووئيل تيره ورځ د خېبر پښتونخوا لپاره پرمختيائي پيكيج وركړے شوے د كوم ماليت چې 160 اربه روپۍ دے او په هغې كښې امنيت مقدم ساتلے شوے۔ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې ګڼ شمير ترهه ګر وژلې شوي،هلته د لويو قربانيو په نتيجه كښې د لوي څښتن په مرسته او د ځواكونو په هڅو به  د  ترهه ګرو خاتمه كيږي، صوبه كښې دا مهال حكومت او وفاقي حكومت په شريكه  د قانون نافذ كوونكو ادارو سره په ګډه د ترهه ګرۍ په ضد هلي ځلي كوي۔ وزيراعظم ووئيل خېبرپښتونخوا د پاكستان تر ټولو ښكلي صوبه ده چرته چې مېشته اولس غيور او بهادر دے د څو لسيزو راهسې د ترهه ګرۍ مقابله كوي او لوي ځاني زيان يې پورته كړے او بلوچستان كښې د څه مودې راهسې ترهه ګرۍ سره مخ يو۔ وزيراعظم ووئيل كال 2018ء كښې ترهه ګري په بشپړه ډول ختمه شوې وه خو د بده مرغه ترهه ګرۍ بيا سر پورته كړے او  اوس به د قام په دعاګانو دې څخه خلاصے ترلاسه كوو۔ وزيراعظم د يخښنۍ موسم په راتګ د پېښو چيلنجونو مقابلي لپاره د پورته شوو ګامونو په اړه ووئيل بحري لارو كښې  د پېښو خنډانو په اړه هر دوه يا درې ورځي پس په دغه چيلنجونو غور كولو له غونډه كوو او په هغې كښې فيول او ايل پي جي پشمول د نورو ذريعو  د شته والي او وركړې په اړه خبري اتري كيږي۔ده ووئيل په دې اړه قام خبرول غواړو چې مونږ تر انساني حد خپلي بشپړه هڅي كوو چې  د ايل پي جي او پټروليم مصنوعات پكار طلب تر هغوي ورسيږي،د بجلۍ كارخانې رواني وي،دې سره سره د  لوړو شوو د بيعو  فشار ههم قابو وساتلے شي۔ وزيراعظم ووئيل زه د خزاني وزير سينيټر محمد اورنګزيب ته ګروپ آف 24 چيئرمېن شپ په ترلاسه كيدو د كابينې پليټ فارم څخه يو ځل بيا مباركي وركوم،مونږ باور لرو چې لوي څښتن پاكستان له كوم عزت او ذمه واري وركړې هغه به په محنت سره هلته په هر فورم خپل كيس وړاندې كړي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان تيره ورځ د فضا څخه په فضا كښې د وېشتونكې ميزائل په كاميابه تجربه ټول قام له مباركي وركوم،د دې كاميابۍ درناوے  د فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د هغه  د ټولي ډلي،ټولو ادارو او شخصيات ته ترلاسه دے چا چې د هغه په قيادت كښې دا كاميابه تجربه وكړه ۔په دې موقع د پټروليم وزير علي پرويز ملك د ايل پي جي درآمد په اړه  د انتظامات په حقله غونډه خبر كړه۔

مزید خبریں