کوئټه 04 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي او د هغه د پنجاب هم منصبې مريم نواز شريف په بلوچستان كښې سېف سټي پروژي موثره، فعاله او د جديد تقاضو سره سمولو له شريكي مرستي ته موافقه كړې۔ د بلوچستان وزيراعلیٰ په مراسله د پنجاب اعلیٰ وزيرې د بلوچستان سېف سټي اتھارټي مستحکمولو او هغې له ضروري اداره جاتي معاونت وركولو لپاره اړندو چارواكو ته …
د بلوچستان وزيراعلیٰ او د هغه د پنجاب هم منصبې په بلوچستان كښې سېف سټي پروژي موثره، فعاله او د جديد تقاضو سره سمولو له شريكي مرستي ته موافقه وكړه

مزید خبریں
کوئټه 04 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي او د هغه د پنجاب هم منصبې مريم نواز شريف په بلوچستان كښې سېف سټي پروژي موثره، فعاله او د جديد تقاضو سره سمولو له شريكي مرستي ته موافقه كړې۔ د بلوچستان وزيراعلیٰ په مراسله د پنجاب اعلیٰ وزيرې د بلوچستان سېف سټي اتھارټي مستحکمولو او هغې له ضروري اداره جاتي معاونت وركولو لپاره اړندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه۔په دې لړ كښې د بلوچستان او پنجاب سېف سټي اتھارټيز ترمينځه د جوائنټ وينچر ترمخه سکيورټي مانيټرنګ نظام لا موثره كولو، تکنيکي معاونت او د تجربو تبادلې ته اتفاق راغلے۔په دې اړه د بلوچستان وزير اعلیٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د بلوچستان سېف سټي اتھارټي غونډه وشوه، چې پكښې د بلوچستان د كورنيو چارو ايډيشنل چيف سيکرټري محمد حمزه شفقات په رورانو پروژو او پيشرفت بريفنګ وركړو۔غونډي ته ووئيل شول د بلوچستان په 9 ښارونو كښې د سيف سټي په پروژو كار روان دے۔د پنجاب سېف سټي اتھارټي ډي جي احسن يونس ووئيل د پنجاب سيف سټي اتھارټي د بلوچستان عملې د كار استعداد زياتولو او جديد تکنيکې مرسته كوي دغسې چې صوبه كښې د سېف سټي پروژي په موثره ډول فعاله كړې شي۔غونډي ته وينا كښې د بلوچستان وزيراعلیٰ ووئيل سېف سټي منصوبه يواځي د نګرانۍ نظام نه بلکه د وګړو د مال او ځان تحفظ لپاره د جديد سکيورټي انفراسټرکچر بنياد لري ۔په غونډه كښې د بلوچستان د كورنيو چارو وزير مير ضياء لانګو، د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادر خان، د بلوچستان پوليس انسپکټر جنرل محمد طاهر خان، ڈائريکټر جنرل بلوچستان سيف سټي اتھارټي محمد اشفاق، پرنسپل سيکرټري ټو وزير اعلیٰ عمران زرکون، سيکرټري خزانه جهانګير خان، سيکرټري آئي ټي اياز خان مندوخيل پشمول اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔











