كاناډا د روسيه او بېلا روس په هاكۍ لوبغاړو د بندېز اعلان ٬ په ورلډ چېمپيئن شپ كښې به ګدون نشي كولې

انټيګو۔ 4 نومبر (اے پي پي)  كاناډا د روسيه او بېلا روس  د آئس هاكۍ  لوبغاړي راروانه ميشات په ورلډ جونيئر چيمپيئن شپ كښې د ګدون نه د ايسارولو اعلان كړے دے۔ د رائترز تر مخه د كاناډا وزيراعظم مارك  كارني  د نهې په ورځ واضحه كړې وه  د يوكرېن جنګ تر دوام لرلو  د دواړو هېوادونو  لوبغاړو ته به كاناډا كښې د نمائندګۍ كولو اجازه ورنه كړې شي ۔ …

انټيګو۔ 4 نومبر (اے پي پي)  كاناډا د روسيه او بېلا روس  د آئس هاكۍ  لوبغاړي راروانه ميشات په ورلډ جونيئر چيمپيئن شپ كښې د ګدون نه د ايسارولو اعلان كړے دے۔ د رائترز تر مخه د كاناډا وزيراعظم مارك  كارني  د نهې په ورځ واضحه كړې وه  د يوكرېن جنګ تر دوام لرلو  د دواړو هېوادونو  لوبغاړو ته به كاناډا كښې د نمائندګۍ كولو اجازه ورنه كړې شي ۔ ورلډ جونئير چېمپئين شپ د دسمبر د وروستۍ اوونۍ  نه  د جنورۍ د پېل  پورې به د  كاناډا ابرټا ولايت كښې كېږي۔وزيراعظم مارك  كارني انټيګوا كښې  يوې سر مشريزې غونډې  نه پس خبريالانو ته ووئېل   د روسيه او بېلا روس د اړخه   د يوكرېن خلاف د جنګ روانه ساتلو  پورې  د دغې هېوادونو لوبغاړي به كاناډا كښې سيالو كښې برخه نشي اغستلې ۔  كاناډا د دې نه وړاندې  د لوبو د ثالثۍ عدالت په دې پرېكړه هم ټكونه كړې دي  د كومې تر مخه چې  د روسيه لوبغاړو ته  په نړيوال آئس هاكي فېډرېشن  سيالو كښې د ګدون اجازه وركړې شوې وه۔

مزید خبریں