په کيئر 1166 كار كونكې عملې له به د خپلو ذمه وارو تر مخه اولس سره د ښو اخلاقو څرګندونه كول وي۔ وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال

  اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي په کيئر 1166 كار كونكې عملې له به د خپلو ذمه وارو احساس كولو سره اولس سره د ښو اخلاقو ٬ خواخوږۍ او د ذمه وارۍ څرګندونه كول وي، د اولس خدمت لويه ذمه واري ده او په دې كښې به هېڅ ډول بې غوري ونه زغملې شي۔ وفاقي وزير د کيئر …

 

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي په کيئر 1166 كار كونكې عملې له به د خپلو ذمه وارو احساس كولو سره اولس سره د ښو اخلاقو ٬ خواخوږۍ او د ذمه وارۍ څرګندونه كول وي، د اولس خدمت لويه ذمه واري ده او په دې كښې به هېڅ ډول بې غوري ونه زغملې شي۔ وفاقي وزير د کيئر 1166  د پاکستان  وړومبي سټيزن سينټرل پورټل اجراء په  اړه په اېف ډي آئي كښې په دې لړ كښې د پرانستې دستورې ته وېنا كښې ووئيل د دې نظام بنيادي مقصد د هېواد هر وګړي ته د روغتيا په اړه مسئلې او ګېلې تر حكومت رسولو لپاره يو آسانه او موثره ذريعه وركول دي۔ ده ووئيل  اوس به د لرې پرتو سيمو  خلق هم په يو فون كال خپلې ګېلې اړوند چارواكو ته رسولې شي٬ دې اقدامات څخه به په خاص توګه مېرمنې٬ غريب او د محرومو طبقو غږ تر سركاري ادارو رسولو آسان شي۔ مصطفيٰ کمال ووئيل  دروغتيا قامي وزارت مقصد يوازې اولسي ګېلې اورېدل نه بلكې د دې موثر او په وخت ازاله باوري كول هم دي٬ د کيئر 1166 د لارې به ګرد هېواد كښې د روغتيا مسئلو حقيقي صورتحال رامخې ته شي٬ چې ورسره به د دې حل لپاره كوټلو ګامونو له مرسته تر لاسه شي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې کيئر 1166  به د اولسي خدمت، سپېځلتيا او  د ځواب وركړې يو  موثر نظام جوړولې شي  دغسې چې د هېواد هر وګړے د روغتيا په اړه د مسئلو حل لپاره تر حکومتي ادارو رسنه ترلاسه كړي۔

مزید خبریں