واشنګټن۔ 4 نومبر (اے پي پي) د امرېكې د مينځنۍ مودې په ټاكنو كښې د مخالفې ډلې ګوند ډېموكرېټس په 100 كسيزه سېنېټ كښې 51 چوكۍ اوګټلې او لا د 10 چوكو نتيجه راتلونكې ده۔د بي بي سي تر مخه د امرېكې په مينځنۍ موده ټاكنو كښې د واكمن ګوند رېپبلكنز په دواړو ايوانونو كښې د ماتې سره مخ دے ۔ دا وخت په برني ايوان سېنېټ كښې د …
د امرېكې اپوزيشن ګوند ډېموكرېټك پارټۍ په سېنېټ كښې اكثريت تر لاسه كړو٬ په ايوان نمائندګان كښې هم په واكمن ګوند بر لاسے

مزید خبریں
واشنګټن۔ 4 نومبر (اے پي پي) د امرېكې د مينځنۍ مودې په ټاكنو كښې د مخالفې ډلې ګوند ډېموكرېټس په 100 كسيزه سېنېټ كښې 51 چوكۍ اوګټلې او لا د 10 چوكو نتيجه راتلونكې ده۔د بي بي سي تر مخه د امرېكې په مينځنۍ موده ټاكنو كښې د واكمن ګوند رېپبلكنز په دواړو ايوانونو كښې د ماتې سره مخ دے ۔ دا وخت په برني ايوان سېنېټ كښې د مخالفې ډلې ګوند ډېموكرېټس ته د 51 غړو واضحه اكثريت تر لاسه شوے دے او د واكمن ګوند رېپبلكن پارټۍ د غړو شمېره 40 ته رسېدلې ده ٬ دغسې لا د 9 چوكو نتيجه راتلونكې ده۔ ايوان نمائندګان كښې هم واكمن ګوند 108 چوكۍ تر لاسه كړې دي او ډېموكرټس د 181 چوكو سره دېر وړاندې روان دي۔ نيو يارك ټائمز سره يوه مركه كښې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ ووئېل زه د دې نتيجو په بشپره توګه تسليمولو ته چمتو يم او د مخالف ګوند سره كار كولو ته راضي يم۔ صدر ټرمپ ووئېل په ممكنه توګه به مونږ يو اتفاق ته ورسوو۔ ده پخپل سوشل مېډيا پلېټ فارم ټروته سوشل ټرمپ ووئېل زما نامه د نن په بېلټ پېپرز نه وه كه چرې وه نو مونږ به په اكثريت سره ګټلې وه۔ د دې لنډ بيان نه داسې ښكاري جې ټرمب د خپل ګوند نه فاصله اختيارولو سره د زياتېدونكو انتخابي ناكاميو ذمه واري په رېپبلكن كانديدانو اچوي۔خو ګڼ رېپبلكن كانديدان د مينځۍ مودې ټاكنو په اړه د ټرمپ په طرز عمل د وړاندې نه مرور شوي دي۔











