پېښور 04 نومبر (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د امنيت سخت انتظامات سره د پوليو مخ نيوي كمپائن په دريمه ورځ هم روان دے۔د خېبرپښتونخوا پوليو ايمرجنسي آپريشن سينټر وياند له مخې د دې كمپائن په مهال د صوبې 27 خاص ضلعو كښې تر پنځو كلونو عمر نزدې 48 لكه ماشومانو ته پوليو څخه د ساتنې څاڅكي وركولې شي۔۔دا كمپائن د پېښور٬كوهاټ٬بنو او ډېره اسماعيل خان ډويژنز د ټولو …
خېبرپښتونخوا كښې د سختو امنيتي انتظاماتو سره د پوليو مخ نيوي كمپائن روان دے

مزید خبریں
پېښور 04 نومبر (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د امنيت سخت انتظامات سره د پوليو مخ نيوي كمپائن په دريمه ورځ هم روان دے۔د خېبرپښتونخوا پوليو ايمرجنسي آپريشن سينټر وياند له مخې د دې كمپائن په مهال د صوبې 27 خاص ضلعو كښې تر پنځو كلونو عمر نزدې 48 لكه ماشومانو ته پوليو څخه د ساتنې څاڅكي وركولې شي۔۔دا كمپائن د پېښور٬كوهاټ٬بنو او ډېره اسماعيل خان ډويژنز د ټولو ضلعو سره سره باجوړ٬بره دير٬كوز دير٬بره چترال٬كوز چترال٬ايبټ آباد٬تورغر٬كوز كوهستان او كولئی پالېس كښې په يو وخت پېل شوے دے ۔كمپائن به پېښور او خېبر ضلع كښې تر 7 ورځو او نورو ضلعو كښې تر څلورو ورځو دوام لري۔اړوند ضلعو كښې د تربيې لرونكو پوليو وركرز مجموعي توګه 772 ٬ 20 ډلې جوړې كړې شوي چې پكښې 18630 موبائل ډلې٬ 1225 فكسډ ډلې او 917 ټرانزټ ډلې شاملې دي۔د دې نه علاوه د پوليو ډلو موثر څارنې باوري كولو لپاره 4734 ايريا انچارجز هم په ځائے كړے شوي۔ د كمپائن په مهال د پوليو ډلو امنيت باوري كولو لپاره په دې ضلعو كښې نزدې 30000 امنيتي اهلكار هم تعينات دي دغسې چې پوليو وركرز ته د بشپړ كمپائن په مهال تحفظ وركړے شي۔











