قاهره۔ 4 نومبر (اے پي پي) د مصر او ايران خارجه وزيرانو سيه ايز تاؤ تريخوالے كمولو ٬ سفارتي هلو ځلو ته په ودې وركولو او د ټولو ډلو ګېلې لرې كولو لپاره يوې جامع لوظ نامې ته په رسېدو خبرې كرې دي۔ د شنهوا تر مخې تېره ورځ د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي او د هغه د ايران هم منصب سيد عباس عراقچي تر مينځه په ټېلې …
د مصر او ايران خارجه وزيرانو تماس ٬ سيمه ايز تاو تريخوالے كمولو او په سفارتي هلو ځلو خبرې

مزید خبریں
قاهره۔ 4 نومبر (اے پي پي) د مصر او ايران خارجه وزيرانو سيه ايز تاؤ تريخوالے كمولو ٬ سفارتي هلو ځلو ته په ودې وركولو او د ټولو ډلو ګېلې لرې كولو لپاره يوې جامع لوظ نامې ته په رسېدو خبرې كرې دي۔ د شنهوا تر مخې تېره ورځ د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي او د هغه د ايران هم منصب سيد عباس عراقچي تر مينځه په ټېلې فون خبرې وشوې چې پكښې د منطقې د تازه وضعې جاج واغستلے شو۔ مصري خارجه وزارت نه د جاري بيان تر مخه دواړو لارښودو اندیښنه ولرله چې اوسنے صورتحال يو وارې بيا عسكري تاو تريخوالي كښې د زياتوالي باعث جوړېدے شي۔ هغوي خبرو اترو او سفارت كارۍ ته د پام لرنې او د خبرو اترو بيا پېل كولو په هڅو هم خبرې وكړې۔ په دې مهال بدر عبدالعاطي په ټوولو ډلو زور راوړو چې هغوي د لچك څرګندونه وكړې او د بحران سياسي حل لپاره جدي هڅې وكړي دغسې چې منطقه د سنګينو خطرو څخه اوساتلې شي۔هغه د خليج هېوادونو سلامتيا د مصر لپاره د خاص اهميت وړ وګرځوله۔دا رابطه د امرېكې او ايران د زياتېدونكې تاو تريخوالي تر مخه شوې ده ۔











