مېډرډ۔04 نومبر (اے پي پي) د اسپېن د ټرانسپورټ وزير آسكر پوئنټے سږ كال د دوو لويو ټرېن پیښو نه پس د خپلې چوكۍ څخه د استعفې وركولو اعلان كړے دے۔ د اسپېن دولتي نشرياتي ادارې آر ټي وي اي تر مخه آسكر پوئنټے د كانګرېس آف ډېپوټېز د قائمه كمېټۍ په غونډه كښې د خپلې استعفې وړاندې كولو اعلان وكړو چرته چې هغه په 28 اكتوبر د رامخې …
د اسپېن د ټرانسپورټ وزير سږ كال د دوو لويو ټرېن پیښو نه پس استعفې وړاندې كړه

مزید خبریں
مېډرډ۔04 نومبر (اے پي پي) د اسپېن د ټرانسپورټ وزير آسكر پوئنټے سږ كال د دوو لويو ټرېن پیښو نه پس د خپلې چوكۍ څخه د استعفې وركولو اعلان كړے دے۔ د اسپېن دولتي نشرياتي ادارې آر ټي وي اي تر مخه آسكر پوئنټے د كانګرېس آف ډېپوټېز د قائمه كمېټۍ په غونډه كښې د خپلې استعفې وړاندې كولو اعلان وكړو چرته چې هغه په 28 اكتوبر د رامخې ته شوې پیښې په اړه د غړو د پوښتنو ځوابونه وركول ۔ هغه ووئېل د يو كال نه هم په لږه موده كښې دغسې لوو سنګېنو پیښو نه پس د كوم وزير په چوكۍ پاتي كېدل مناسب نه ده ٬ هر څو چې د دواړو پیښو نوعيت مختلف وي يا پكښې وزير ذمه وار نه وي۔ آسكر پوئټنے ووئېل ما د پیښو نه سمدستي پس د استعفې وړاندې كولو پرېكړه كړې وه خو د رېلوے حفاظت باوري لپاره د سمدستي اقدامات په غرض دا اعلان ځنډولے شوے ؤ۔ هغه ووئېل تر دې چې په 29 نومبر كېدونكو ټاكنو كښې به هغه د سوشلسټ وركرز پارټۍ د اړخه په بلدوليد سيمه كښې د كانديدانو د نوم لړ مشري هم نه كوي۔ياد دې وي د ټرېنونو په ورستۍ پیښه كښې 63 كسان مړه شوې وو او يو شمېر ژوبل شوي دي ۔











