د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه ، د صنعتي هلو ځلو ودې٬ معاشي ترقۍ لپاره په وخت اقدامات او د موثره عملدرآمد باوري كولو په اهميت زور

  اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د بېنکارۍ ذريعې قوي كولو او د صنعتي څانګې سهولت په لړ كښې د شوو اقداماتو جاج لپاره د غونډې مشري وكړه ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې مالياتي وركړه راكړه آسانولو، صنعتي څانګې ته رامخې ته خنډان لرې كولو او د …

 

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د بېنکارۍ ذريعې قوي كولو او د صنعتي څانګې سهولت په لړ كښې د شوو اقداماتو جاج لپاره د غونډې مشري وكړه ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې مالياتي وركړه راكړه آسانولو، صنعتي څانګې ته رامخې ته خنډان لرې كولو او د اړوند ادارو ترمېنځه د رابطه کارۍ د ښه والي چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم و وزير خارجه اسحاق ډار د صنعتي هلو ځلو ودې٬ معاشي ترقۍ لپاره په وخت اقدامات او  د دغې موثر عملدرآمد باوري كولو په اهميت زور راوړو۔ په غونډه كښې د وزيراعظم سلاحكار هارون اختر، خاص مرستيال طارق باجوه، ګورنر سټيټ بينک آف پاکستان او د خزانې سيکرټري ګډون كولو۔

مزید خبریں