امنيتي ځواكونو په کچھي او خاران كښې په استخبارات اډاڼه عمليات، 17 ترهګر ووژل شول٬ د پاك پوځ يو ځوان شهيد

  پېنډۍ 03 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان کچھي او خاران ضلعو كښې جلا جلا  په استخبارات اډاڼه عملياتو په مهال 17 ترهګر وژلي او د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ يو ځوان شهيد شو۔ آئي اېس پي آر له مخئ د نومبر په وړومبۍ نيټه په ضلع کچھي او خاران كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاعات آپريشنز وشول٬ د ضلع کچھي  په سيمه …

 

پېنډۍ 03 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان کچھي او خاران ضلعو كښې جلا جلا  په استخبارات اډاڼه عملياتو په مهال 17 ترهګر وژلي او د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ يو ځوان شهيد شو۔ آئي اېس پي آر له مخئ د نومبر په وړومبۍ نيټه په ضلع کچھي او خاران كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاعات آپريشنز وشول٬ د ضلع کچھي  په سيمه كښې د اپرېشن په مهال امنيتي ځواكونو د ترهګرو  لخوا د ښار په سړك د خنډانو اودرولو هڅه ناكامه كړه ٬ امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره 10 هندي سپانسرډ ترهګر ووژل او هغوي څخه ئې وسله او ګوله بارود هم برامد كړل ٬ بلخوا په ضلع خاران كښې د آپريشن په مهال د ترهګرو ژالې په نخښه كړې شوې٬ د  ډزو په تبادله كښې 7 ترهګر ووژل شول٬ دغسې د خاران آپريشن كښې د ډزو په تبادله كښې  يو عسكر حکمت الله په مړانه جنګ كولو سره شهيد شو ٬ د 25 كلنه شهيد سعكر تعلق  د كرك ضلعې  څخه ٶ۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې په سيمه كښې د نورو ترهګرو خاتمې لپاره کليئرنس آپريشنز روان دي۔

مزید خبریں