وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچي سره د  سري لنکا د لوړې كچې پلاوي وليدل، د ګندھارا تهذيب ودې لپاره مرستې زياتولو ته موافقه

  اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د قامي ورثه و كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي سره د سري لنکا د لوړې كچې 16 كسيز پلاوي د نهې په ورځ په پاکستان نيشنل کونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) كښې وليدل۔ په ملاقات كښې د ګندھارا تهذيب،  د بدھ مت تاريخي ورثې، زړو آثارو ، تعليم، تحقيق او كلتوري روابطو ودې پشمول د دوه اړخيزه مرستې …

 

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د قامي ورثه و كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي سره د سري لنکا د لوړې كچې 16 كسيز پلاوي د نهې په ورځ په پاکستان نيشنل کونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) كښې وليدل۔ په ملاقات كښې د ګندھارا تهذيب،  د بدھ مت تاريخي ورثې، زړو آثارو ، تعليم، تحقيق او كلتوري روابطو ودې پشمول د دوه اړخيزه مرستې په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په پلاوي كښې د سري لنکا د زړو آثارو محكمې ډائريکټر جنرل ډاکټر اي اے سينارتھ ډسانائيکے، پخوانې ډائريکټر جنرل پروفېسر پي ډي منډاوالا، د سري لنکا  د  ساليسټر 46مې جنرل دلروکشي ډياس وکرما سنګھے او د بدھ مت کميونټي او کاروباري څانګې مهم شخصيات شامل وو۔ د پلاوي مشري د بودھي دھما بدھسټ ايسوسي ايشن آسټراليا صدر ديپتھا وکرما رتنے كوله۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل  پاکستان د ګندھارا تهذيب او بدھ مت د تاريخي ورثې يو مهم مركز دے او د پاكستان حكومت  دا عظيمه تاريخي و تهذيبي ورثه په نړيواله كچه رامخې ته كولو او نړيوالې مرستې ته ودې وركولو لپاره عزم لري ۔ ده ووئيل  د سري لنکا او پاکستان ترمېنځه مشترکه مذهبي، تاريخي او كلتوري روابط د تعليمي تبادلو، مشترکه تحقيق او كلتوري سفارتکارۍ د لارې لا مستحكمېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د داسې پلاويو دورې د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه روابط زياتولو او د پاکستان  په زړه پورې تشخص  په نړيواله كچه رامخې ته كولو كښې مهم كردار لوبولې شي۔

مزید خبریں