استنبول 03 نومبر(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)غړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي انضمام قوي كولو٬ تر تجارتي مالياتي آسانيو رسنه ښه كولو او نجي څانګو ترمينځه د مرستې په زياتولو زور راوړولو سره وئېلي دي د اسلامي هېوادونو ترمينځه تجارتي روابط كښې زياتوالي څخه شريكه اقتصادي خوشحالۍ لپاره موقعې پېدا كولې شي۔ده دا خبره استنبول كښې د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي …
د اسلامي هېوادونو ترمينځه تجارتي روابط كښې زياتوالي څخه د اقتصادي خوشحالۍ لپاره موقعې پېدا كولې شي۔جام كمال خان

مزید خبریں
استنبول 03 نومبر(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)غړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي انضمام قوي كولو٬ تر تجارتي مالياتي آسانيو رسنه ښه كولو او نجي څانګو ترمينځه د مرستې په زياتولو زور راوړولو سره وئېلي دي د اسلامي هېوادونو ترمينځه تجارتي روابط كښې زياتوالي څخه شريكه اقتصادي خوشحالۍ لپاره موقعې پېدا كولې شي۔ده دا خبره استنبول كښې د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)اقتصادي و تجارتي مرستې(كامسيك)قائمه كمېټۍ 42مې غونډې ته خطاب كولو په مهال كړی۔د غونډې مشري د تركيې نائب صدر جودت يلماز وكړه۔د تجارت وفاقي وزير د او آئي سي غړو هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي شراكتداري قوي كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلې كولو سره ووئېل اسلامي نړۍ كښې د تجارت ودې لپاره شريكې هڅې او شريكه مرسته ضروري ده۔د غونډې موضوع”او آئي سي غړو هېوادونو كښې برآمدات زياتولو لپاره د موثره تجارتي مالياتي ذريعو پرمختګ”حواله وركولو سره ده ووئيل د وړو او مينځنۍ درجې كاروباري ادارو ته ارزانه او تر جديد مالياتي آسانيو رسنه وركول ضروري ده دغسې چې هغه نړيوالو منډيانو كښې خپل ځائے جوړ كړي او نړيوال تجارت كښې د مقابلې جوګه شي۔جام كمال خان ووئيل د پاكستان تجارتي نظام جديد جوړولو٬ د برآمدات په اړه خطرو كمولو او كاروباري ادارو له تر نوو منډيانو رسنه كښې آسانۍ وركولو لپاره ګڼ شمېر عملي اقدامات شوي دي۔په دې لړ كښې د پاكستان ايكسپورټ امپورټ بينك(ايګزم بينك) فعاله كړے شوے كوم چې برآمد كوونكو ته تجارتي پورونو انشورنس٬ضمانتونه او ري فنانسنګ آسانۍ وركوي دغسې چې هغه نړيوالو منډيانو٬په خاص توګه او آئي سي هېوادونو كښې خپلو كاروباري هلو ځلو ته پراختيا وركړي۔ده د اقتصادي مرستې ودې او اسلامي هېوادونو ته د ورامخې ته شوو شريكو تجارتي چېلنجونو عملي حل لټون كولو كښې د كومسيك كردار وستائېلو او په غونډه كولو يې د تركيې حكومت د مېلمستيا او كومسيك سيكرټرېټ د هڅو مننه وكړه ۔د تجارت وفاقي وزير د او آئي سي په غړو هېوادونو زور راوړو چې هغوي اقتصادي انضمام٬تجارتي شراكتدارۍ او د تل پاتې خوشحالۍ اهداف تسر كولو لپاره په ګډه كار وكړي۔ده دا باور څرګند كړو چې د اسلامي هېوادونو ترمينځه مرسته كښې به زياتوالي څخه ځانګړې اقتصادي ګټې ترلاسه شي او نړيواله اقتصادي منظر نامه كښې به د هغوي اجتماعي حېثيت لا قوي شي۔











