اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د خزاني او ريلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني د برآمدات سره تړون لرونكو وړو او د مينځنۍ درجې په کاروباري ادارو زور راوړے چې د برآمدي سهولت سکيم (اي ايف ايس) څخه بشپړه ګټه پورته كړي،حکومت د برآمدې څانګي ودې او كاروبار كښې آسانۍ راپيدا كولو له لوظي دے۔ده دا خبره د نهي په ورځ د وزيراعظم د اړخه د ايکسپورټ …
اېس ايم ايز دې د برآمدات ودې لپاره برآمدي سهولت سکيم څخه ګټه پورته كړي۔ د وزير مملکت بلال اظهر کياني مشاورتي غونډي ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د خزاني او ريلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني د برآمدات سره تړون لرونكو وړو او د مينځنۍ درجې په کاروباري ادارو زور راوړے چې د برآمدي سهولت سکيم (اي ايف ايس) څخه بشپړه ګټه پورته كړي،حکومت د برآمدې څانګي ودې او كاروبار كښې آسانۍ راپيدا كولو له لوظي دے۔ده دا خبره د نهي په ورځ د وزيراعظم د اړخه د ايکسپورټ فيسيليټيشن سکيم جاج اغستو لپاره د جوړې كمېتۍ مشاورتې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د تجارت سيکرټري،د خزاني وزارت او تجارت وزارت سپيشل سيکرټريز، د فيډرل بورډ آف ريونيو اعلیٰ چارواكو ، آل پاکستان ټيکسټائل ملز ايسوسي ايشن اپټما ، د پاکستان ټيکسټائل ايکسپورټرز ايسوسي ايشن پي ټي اي اے ، د سيالکوټ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري استازو او نورو موړو برآمد کوونكو د ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔د غونډي په مهال سکيم نور هم آسانولو،د هغې کارکردګي ښه كولو او د بدلو شوو تجارتي حالاتو سره سمولو لپاره د مختلف تجاويز تفصيلي جاج واخستلے شو۔ بلال اظهر کياني واضحه كړه چې د سکيم ترمخه په كوم هم کيټيګري كښې شموليت لپاره د مقرره اهليت معيار به يو ډول وي او په معياري تګلاره به هيڅ ډول رعايت نه وركړے كېږي ۔ وزير مملکت اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې برآمد کوونكو لپاره مشينري او د پيداواري څيزونو درآمد په اړه دې ضوابط واضحه او آسان كړے شي۔











