د سعودي عرب په زياتره سيمو كښې د نومبر نه تر جنورۍ د زياتو بارانونو امكان دے

  رياض۔ 3 نومبر (اے پي پي) د سعودي عرب نېشنل سېنټر فار ميټرو لوجي د نومبر 2026 نه  تر جنورۍ 2027  د مملكت  په زياتره  سيمو كښې د زياتو بارانونو اماكان څرګند كړے دے۔  دغسې د حرارت  اوسط درجه هم د زياتې پاتي كېدو امكان دے۔ د ارودو نيوز تر مخه  نېشنل سېنېټر فار ميټرولوجي  راپور كښې وئېلي دي  په نومبر كښې  په حدود الشماليه ٬  رياض ٬ الشرقيه …

 

رياض۔ 3 نومبر (اے پي پي) د سعودي عرب نېشنل سېنټر فار ميټرو لوجي د نومبر 2026 نه  تر جنورۍ 2027  د مملكت  په زياتره  سيمو كښې د زياتو بارانونو اماكان څرګند كړے دے۔  دغسې د حرارت  اوسط درجه هم د زياتې پاتي كېدو امكان دے۔ د ارودو نيوز تر مخه  نېشنل سېنېټر فار ميټرولوجي  راپور كښې وئېلي دي  په نومبر كښې  په حدود الشماليه ٬  رياض ٬ الشرقيه او مكه منطقه كښې په ځينې سيمو كښې د ډېر شديد باران امكان دے۔ تبوك ٬ الجوف ٬ حائل ٬ جاحه٬ عسير او جازان كښې په ځينې سيمو كښې د درميانه درجې د تند باران امكان دے۔  راپور كښې وئېلي شوي دي په دې سيمو كښې  د دريو مياشتو په مهال  اوسط د حرارت درجه  هم د معمول نه د زياتې پاتې كېدو امكان دے۔ وياند حسېن القحطائي ووئېل  د موسم په اړه   تجزياتي راپور كښې د دې خبرې قوي اشارې رامخې ته شوي  دي چې د مملكت په زياتره سيمو كښې  د  نور كله نه زيات بارانونه امكان لري۔

 

مزید خبریں