اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) اليکشن كمېشن د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ کيس اورېدنه ترنامعلومې مودې وځنډوله ۔د نهې په ورځ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په آئين كښې بدلون او د انټرا پارټي ټاكنو نه كولو کيس د چيف اليکشن کمشنر په مشرۍ كښې څلور كسيز بنچ سماعت وكړو۔ د پي کے اېم اے پي د اړخه کامران مرتضیٰ وړاندې شو چا چې موقف اختيار کړو …
اليکشن كمېشن،د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ کيس اورېدنه تر نامعلومې مودې وځنډوله

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) اليکشن كمېشن د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ کيس اورېدنه ترنامعلومې مودې وځنډوله ۔د نهې په ورځ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په آئين كښې بدلون او د انټرا پارټي ټاكنو نه كولو کيس د چيف اليکشن کمشنر په مشرۍ كښې څلور كسيز بنچ سماعت وكړو۔ د پي کے اېم اے پي د اړخه کامران مرتضیٰ وړاندې شو چا چې موقف اختيار کړو چې اليکشن كمېشن د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په آئين 16 اعتراضات كړې وو،دغسې د اليکشن كمېشن اعتراضات لرې كولو سره ترميم شوے آئين جمع کړے شوے ۔اليکشن كمېشن ووئيل د ترميم شوي آئين اړوند کمېټي جاج اخلي، كمېشن د ګوند د آئين جاج اخستلو نه پس به انټرا پارټي اليکشن په اړه غور کولې شي۔دغسې اليکشن كمېشن سماعت تر نامعلومې مودي وځنډولو۔











