اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) پاکستان ډيجيټل اتھارټۍ (پي ډي اے) د قامي اسمبلي انفارمېشن ټېكنالوجۍ لپاره قائمه كمېټي خبر كړې ده چې پاکستان د موثر ډيجيټل بدلون د لارې په راتلونكو پنځو كالو كښې هېواد د خپل قامي مجموعي پېداوار (جي ډي پي) كښې د 60 نه تر 80 اربه امريکائي ډالرو زياته ريونيو ترلاسه كولو بشپړ صلاحيت لري۔ دا بريفنګ د نهې په ورځ د …
موثر ډيجيټلائزېشن څخه د هېواد جي ډي پي كښې د 60 نه تر 80 اربه ډالرو زياتوالے ممكن دے۔ د پاکستان ډيجيټل اتھارټۍ قائمه کميټۍ ته بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) پاکستان ډيجيټل اتھارټۍ (پي ډي اے) د قامي اسمبلي انفارمېشن ټېكنالوجۍ لپاره قائمه كمېټي خبر كړې ده چې پاکستان د موثر ډيجيټل بدلون د لارې په راتلونكو پنځو كالو كښې هېواد د خپل قامي مجموعي پېداوار (جي ډي پي) كښې د 60 نه تر 80 اربه امريکائي ډالرو زياته ريونيو ترلاسه كولو بشپړ صلاحيت لري۔ دا بريفنګ د نهې په ورځ د سيد امين الحق په مشرۍ كښې آئي ټي و ټېلي كميونيكېشن لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ په غونډه كښې وركړے شو ۔ پاکستان ډيجيټل اتھارټۍ كمېټي د خپل اختيار، تزويراتي هدفونو او “قامي ډيجيټل ماسټر پلان” خدوخال نه خبر كړه چې مقصد ئې د هېواد معيشت، د ټولنې او د واكمنۍ نظام په جديد ډيجيټل ډول سمول دي۔ د اتھارټۍ چارواكو ووئيل نيشنل ډيجيټل ماسټر پلان صوبائي او د اړوند څانګو د شراكتدارو په مشاورت سره جوړ كړے شوے او په دې د نېشنل ډيجيټل کميشن د رسمي منظورۍ نه وروستو د عملدرآمد احکامات جاري كړې شوي۔ د ماسټر پلان په درېو بنيادي ستنو كښې ډيجيټل سوسائټي، ډيجيټل اکانومي او ډيجيټل ګورننس شامل دي ۔ كمېټۍ ته ووئيل شول اتھارټي د يو جامع ډيجيټل ټكلارې او كاركردګي انډيکيټرز به جوړوي چې له مخئ به ئې ټولې وفاقي او صوبائي ادارې خپلې منصوبې دې ماسټر پلان سره سمول وي٬ پي ډي اے د هېواد د ډيجيټل معيشت استحکام او ډيجيټل اختيار منده ټولنې جوړولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔











