وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري مومند ضلع كښې په پوليس اهلكارو د بريد غندنه٬شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې

  اسلام آباد 03 نومبر(اے پی پی)وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري مومند ضلع كښې د پوليو ډلو په حفاظت ولړو  پوليس اهلكارو باندې د بريد سختې غندنې كولو سره د وظيفې ادائيګۍ په مهال شهيدو شوو پوليس اهكلارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړی دي۔د نهې په ورځ په سوشل ميډيا پليټ فارم"ايكس"بيان كښې بي بي آصفه بهټو زرداري ووئيل پوليس اهلكارو د ماشومانو د پوليو مرګونې رنځ څخه  ساتلو …

 

اسلام آباد 03 نومبر(اے پی پی)وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري مومند ضلع كښې د پوليو ډلو په حفاظت ولړو  پوليس اهلكارو باندې د بريد سختې غندنې كولو سره د وظيفې ادائيګۍ په مهال شهيدو شوو پوليس اهكلارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړی دي۔د نهې په ورځ په سوشل ميډيا پليټ فارم”ايكس”بيان كښې بي بي آصفه بهټو زرداري ووئيل پوليس اهلكارو د ماشومانو د پوليو مرګونې رنځ څخه  ساتلو لپاره خپله قامي ذمه واري ادا كوله۔هغې د  شهيدو شوو اهلكارو جرات٬بهادرۍ او قرباني ستائېلو سره ووئېل قام د هغوي خذمات او قربانو ته د قدر په نظر ګوري۔وړومبۍ ميرمن  د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د يو والي څرګندونې كولو سره  د ژوبل شوي پوليس اهلكار روغ صحت لپاره دعا وكړه۔

مزید خبریں