پېښور 03 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د نهې په ورځ د مومند ضلعې پنډيالي تحصيل كښې د پوليو كمپائن په مهال په پوليس اهلكارو د ډزو په پېښه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئېل د پوليو كمپائن په مهال د پوليس ډله په نخښه كول افسوسناكه او د غندنې وړ اقدام دے۔ده …
د خېبرپښتونخوا ګورنر پنډيالي تحصيل كښې د پوليو كمپائن په مهال په پوليس اهلكارو د ډزو په پېښه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

مزید خبریں
پېښور 03 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د نهې په ورځ د مومند ضلعې پنډيالي تحصيل كښې د پوليو كمپائن په مهال په پوليس اهلكارو د ډزو په پېښه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئېل د پوليو كمپائن په مهال د پوليس ډله په نخښه كول افسوسناكه او د غندنې وړ اقدام دے۔ده ووئيل په پیښه كښې د دوو پوليس اهلكارو په شهادت ډېر خفه شور يم ٬شهيدانو د وظيفې ترسره كولو په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركړه ۔ده ووئيل د هېواد او قام تحفظ او د ماشومانو محفوظ سباؤن لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركولو شهيدانو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔ده ووئيل د ژوبل شوي ځوانا زر او مكمل روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔ده ووئيل ټول قام د پوليس او امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ده ووئيل د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې شهيدانو له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔











