پاکستان او قازقستان د تجارت، سرمايه کارۍ او د فضائي رابطو ودې ته موافقه وكره

  الماتے 03 نومبر (اے پي پي) پاکستان او قازقستان دوه اړخيزه اقتصادي اړيكې لا قوي كولو٬ تجارت كښې زياتوالي او د سرمايه كارۍ نوو موقعو لټولو لپاره د عزم پخلے كړے دے۔ د سرمايه کاري بورډ لخوا د جاري بيان له مخې په دې لړ كښې د  قازقستان نائب وزيراعظم سيرجان زومانګارين (Sirjan Zhomangarin) او د وفاقي وزير قېصر احمد شېخ ترمېنځه د تيان شانګ فورم  په موقع الماتے …

 

الماتے 03 نومبر (اے پي پي) پاکستان او قازقستان دوه اړخيزه اقتصادي اړيكې لا قوي كولو٬ تجارت كښې زياتوالي او د سرمايه كارۍ نوو موقعو لټولو لپاره د عزم پخلے كړے دے۔ د سرمايه کاري بورډ لخوا د جاري بيان له مخې په دې لړ كښې د  قازقستان نائب وزيراعظم سيرجان زومانګارين (Sirjan Zhomangarin) او د وفاقي وزير قېصر احمد شېخ ترمېنځه د تيان شانګ فورم  په موقع الماتے كښې په ترسره شوي ملاقات كښې په بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې وفاقي وزير قېصر احمد شېخ د بزنس ټو بزنس (B2B) روابطو په وده، د نجي څانګې په زيات ګدون او تجارت او سرمايه كارۍ كښې سهولت لپاره د بېنكارۍ نظام  لا ښه كولو په ضرورت هم زور رواړو۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شرېكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں