سپيکر سردار اياز صادق په مومندو كښې د پوليو كمپائن په امنيتي پوليس اهلكارو د ډزو پېښه وغندله

  اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په مومند ضلع كښې د پوليو كمپائن د امنيت وظيفه تر سره كوونكو پوليس اهلكارو باندې د ډزو د پېښې غندنې كولو سره په قېمتي ځاني زيان د غم درد څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ د غندنې خپل بيان كښې  د شهيدانو كورنيو سره د خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ده په پېښه …

 

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په مومند ضلع كښې د پوليو كمپائن د امنيت وظيفه تر سره كوونكو پوليس اهلكارو باندې د ډزو د پېښې غندنې كولو سره په قېمتي ځاني زيان د غم درد څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ د غندنې خپل بيان كښې  د شهيدانو كورنيو سره د خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ده په پېښه كښې د ژوبل شوي اهلكار زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ ده ووئيل  د پوليو خاتمې لپاره په قامي كچه په روانو هلو ځلو كښې د پوليس اهلكارو خدمات د ستائنې وړ دي سپيکر په پېښه كښې د شهيدو شوو اهلكارو لوړو درجو لپاره دعا او غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں