اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور لپاره پارلماني سيکرټري فرح ناز اکبر په مشرۍ كښې د پاکستان ګرلز ګائيډز ايسوسي ايشن اسلام آباد چيپټر 500 ګرلز ګائيډز د يادګارِ فتح دورہ وكړه او د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره يې قربانۍ وركوٶنكو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي٬ د پاکستان ګرلز ګائيډز ايسوسي ايشن اسلام آباد چيپټر تر سېوري لاندې د دورې مقصد …
د وفاقي پارلماني سيکرټري فرح ناز اکبر په مشرۍ كښې د پاکستان ګرلز ګائيډز ايسوسي ايشن اسلام آباد چيپټر د يادګارِ فتح دورہ

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور لپاره پارلماني سيکرټري فرح ناز اکبر په مشرۍ كښې د پاکستان ګرلز ګائيډز ايسوسي ايشن اسلام آباد چيپټر 500 ګرلز ګائيډز د يادګارِ فتح دورہ وكړه او د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره يې قربانۍ وركوٶنكو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي٬ د پاکستان ګرلز ګائيډز ايسوسي ايشن اسلام آباد چيپټر تر سېوري لاندې د دورې مقصد د شهيدانو قربانۍ يادول او په معركه حق كښې ترلاسه كاميابو ته هم پېرزوئنې وړاندې كول دي ۔ په دې موقع د 500 ګرلز ګائيډز ګډون د ملي وحدت٬ د وطن سره د مينې او هېواد سره د مينې د جذبات څرګندونه ده۔ په دې موقع فرح ناز اکبر ووئيل نوي كول په خاص توګه انجونو كښې د وطن سره مينه ،ملي شعور او د ذمه وارۍ احساس ته وده وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ دې ووئيل د يادګارِ فتح دوره د شهيدانو قربانۍ ياد ساتلو او قامي اتلانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له د عزم علامت دے ٬ د هېواد انجونه قامي پرمختګ٬ ځالانده سباون او معاشرتي خدمات كښې د خپل كردار لوبولو عزم لري۔











