اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري د مومند ضلعې په پنډيالي تحصيل كښې د پوليو مخنيوي كمپائن لپاره د امنيت وظيفه ترسره كوونكو پوليس اهلکارو باندې د ډزو غندني كولو سره شهيدو اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د ايوانِ صدر پريس ونګ د اړخه د نهي په ورځ جاري شوې بيان له مخې صدرِ مملکت د ډزو په پېښه كښې د پوليس …
صدرِ مملکت مومندو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن لپاره په امنيتي پوليس اهلکارو د ډزو پېښه وغندله، شهيدو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري د مومند ضلعې په پنډيالي تحصيل كښې د پوليو مخنيوي كمپائن لپاره د امنيت وظيفه ترسره كوونكو پوليس اهلکارو باندې د ډزو غندني كولو سره شهيدو اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د ايوانِ صدر پريس ونګ د اړخه د نهي په ورځ جاري شوې بيان له مخې صدرِ مملکت د ډزو په پېښه كښې د پوليس اهلکارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه او د شهيدو پوليس اهلکارو په فرض شناسۍ ، بهادرۍ او قومي خدمات ئې هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل ماشومان د پوليو څخه محفوظولو له قامي كمپائن كښې د فرائض ترسره كوونكو اهلكار په نخښه كول د افسوس او غندني وړ دي۔ صدر مملکت د شهيدانو د كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندوني سره د ژوبل پوليس اهلکارو زر روغتيا له دعا اوكړه۔ صدر مملکت ووئيل د پوليو ډلو حفاظت لپاره د امنيت وظيفه ترسره كونكي پوليس اهلکار قومي فريضه ترسره كوي او د هغوي قربانۍ د نه هيرولو دي۔











