روس  د مرستې په مركز بمباري كړې   چې پكښې 26 كسان وژلې شوي٬ د يوكرېن

  كېف۔ 3 نومبر (اے پي پي) د يوكرېن وېنا ده  د روسيه په بمبارۍ كښې د مرستې سامان وېش كونكے مركز  په نخښه كړے  شوے چې پكښې د لږ نه لږ  26 كسان ووژلے شول۔د بي بي سي تر مخه د يوكرېن صدر ولوديمير زيلنسكي دا بريد ِډېر تاوجن وګرځولو ۔ د سيمه ايز مشر ميحائلو سېمېكين تر مخه  په سوئېلې زاپوريژژيا  كلي  مېشوواخا كښې  د لږ نه لږ …

 

كېف۔ 3 نومبر (اے پي پي) د يوكرېن وېنا ده  د روسيه په بمبارۍ كښې د مرستې سامان وېش كونكے مركز  په نخښه كړے  شوے چې پكښې د لږ نه لږ  26 كسان ووژلے شول۔د بي بي سي تر مخه د يوكرېن صدر ولوديمير زيلنسكي دا بريد ِډېر تاوجن وګرځولو ۔ د سيمه ايز مشر ميحائلو سېمېكين تر مخه  په سوئېلې زاپوريژژيا  كلي  مېشوواخا كښې  د لږ نه لږ 3000 كلو ګرامه وژني بم  غورځولے شوے  د كوم په نتيجه كښې چې 5 كسان ژوبل  او په ابتدائي توګه  27 كسان بې  دركه وګرځول شول۔  صدر ولودميمير زيلنسكي ووئېل مقامي سكول ٬  كوم چې د مرستې  مقاصد لپاره كارولے شو  باندې د وړومبي بريد  نه پس  بل بريد وكړے شو   چرته چې خلقو پناه اغستې وه ۔ زيلنسكي  د ګل په ورځ  د شوي بريد نه مدستي پس د يوې غټې كندې او د ملبې لاندې د ژغورنې هلې ځلې  كونكې ډلې يوه ويډيو هم پوسټ كړه۔  دغسې د روسيه پوځ تر اوسه لا په دې اړه كومه تبصره نه ده كړې

مزید خبریں