مېډرډ ۔ 3 نومبر(اے پي پي) د سپېن په اردوا سيمه كښې تېره اوونۍ د تند رفتاره ټرينونو په ټكر كښې د مړو شوو 69 كسانو پېژندګلي مكمل شوه او په پیښه كښې ژوبل شوي 29 كسان لا په روغتونونو كښې د درملنې لاندې دي۔ د شنهوا تر مخه د اسپېن انټيګريټډ ډيټا سېنټر (سي آئې ډي) د ګل په ورځ تصديق وكړو چې د مړو شمېره 69 ته …
سپېن كښې د تند رفتاره ټرينونو په ټكر كښې د مړو شوو 69 كسانو پېژندګلو وشوه٬ 29 كسان په روغتونونو كښې د درملنې لاندې دي

مزید خبریں
مېډرډ ۔ 3 نومبر(اے پي پي) د سپېن په اردوا سيمه كښې تېره اوونۍ د تند رفتاره ټرينونو په ټكر كښې د مړو شوو 69 كسانو پېژندګلي مكمل شوه او په پیښه كښې ژوبل شوي 29 كسان لا په روغتونونو كښې د درملنې لاندې دي۔ د شنهوا تر مخه د اسپېن انټيګريټډ ډيټا سېنټر (سي آئې ډي) د ګل په ورځ تصديق وكړو چې د مړو شمېره 69 ته رسېدلې چې پكښې 54 كسان د اسپسن وګري او 15 غېر ملكيان دي۔ په مړو شوو كښې 40 نارينه او 29 مېرمنې دي ۔ په غېر ملكيانو كښې د امرېكې 4 ٬ د آسټريليا او جاپان 2 دوه دوه ٬ د ارجنټائن ٬ كاناډا ٬ جمهوريه چيك ٬ فرانس ٬ مكسيكو ٬ پرتګال او تيونس يو يو وګړے شامل دے۔د سيه ايز حكومت تر مخه ژوبل شوي 29 كسان د درملنې لاندې دي چې پكښې د 9 حالت انېښمند دے او 20 كسان په عمومي وارډ كښې داخل دي۔روغتونو كښې داخل شوو 110 رنځورانو كښې 81 په ښه كېدو ډسچارج كړے شوي دي۔











