اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف چين سره د نزدې مرستې روانې ساتلو لپاره د عزم پخلي كولو سره ووئيل د پاکستان او چين ترمېنځه آئرن فرېنډشپ، آزمائېلې شوې او په هر ازمېښت پورا په تزويراتي مرستې اډانه شراكتداري موجود ده ٬ ده په تجارت، سرمايه کارۍ، سيمه ايز روابطو، د بنيادي ډھانچې په پرمختګ ، انفارميشن ټيکنالوجي او په زرعي څانګه كښې د …
وزيراعظم شهباز شريف سره د چين د کميونسټ پارټۍ د سينټرل کميټۍ د نړيوالې څانګې وزيرليو هائي شينګ وليدل، چين سره د نزدې مرستې دوامداره ساتلو له د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف چين سره د نزدې مرستې روانې ساتلو لپاره د عزم پخلي كولو سره ووئيل د پاکستان او چين ترمېنځه آئرن فرېنډشپ، آزمائېلې شوې او په هر ازمېښت پورا په تزويراتي مرستې اډانه شراكتداري موجود ده ٬ ده په تجارت، سرمايه کارۍ، سيمه ايز روابطو، د بنيادي ډھانچې په پرمختګ ، انفارميشن ټيکنالوجي او په زرعي څانګه كښې د جدت پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د دواړو هېوادونو د شرېكې خوښې ستائنه وكړه۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د چين د کميونسټ پارټي د سينټرل کميټۍ د نړيوالې څانګې وزيرليو هائي شينګ وليدل ۔ وزيراعظم د ليو هائي شينګ او د ھغه د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل پاکستان د چين دوستي په شريك باور، احترام او د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمېنځه په ژورو روابط ولاړه ده۔ وزيراعظم د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو لپاره د سياسي روابط او د سياسي ګوندونو ترمېنځه د تبادلو په اهميت زور رواړو۔ ده د دواړو هېوادونو د سياسي مشرانو ترمېنځه اداره جاتي روابطو ته ودې او مرسته مخ په وراندې بوتللو لپاره د کميونسټ پارټي د سينټرل کميټۍ د نړيوالې څانګې د مهم كردار ستائنه وكړه۔ ليو هائي شينګ د چين قيادت لخوا وزيراعظم شهباز شريف لپاره د نېكو هيلو پېغام ورسولو او پاکستان سره د اوږدې مودې دوستي لا قوي كولو لپاره يې د چين د عزم پخلے وكړو۔ هغه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې روابط او د سياسي ګوندونو په تبادلو كښې په روان پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه٬ چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو دوستي لا مستحكمول دي۔ دواړو مشرانو په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونې كولو سره په دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه فورمز نزدې رابطې او مرسته روانې ساتلو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ دغسې وزيراعظم د چين د کميونسټ پارټۍ د سينټرل کميټۍ د نړيوالې څانګې وزيرليو هائي شينګ او د هغه د پلاوي په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا هم وركړه۔











