كوئټه۔ 02 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخېل وئېلي دي زه عمر له د سياسي خبرو اترو مرستياله پاتي شوے يم ٬ څنګه چې پاكستان د معركه حق په مهال فتح او د امرېكې و ايران نيغ په نيغه خبرو اترو ته كیښنولو كښې خپل كردار ادا كولو سره د دفاع او د نړيوالې سفارتكارۍ په مېدان كښې لوړ قام تر لاسه كړو ٬ دغسې اوس …
د هېواد استحكام لپاره خبرې اترې ضروري دي ٬ د ځوانانو رغندنه هلو ځلو له به كوټلې ګامونه اغستل وي ٬ د بلوچستان ګورنر

مزید خبریں
كوئټه۔ 02 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخېل وئېلي دي زه عمر له د سياسي خبرو اترو مرستياله پاتي شوے يم ٬ څنګه چې پاكستان د معركه حق په مهال فتح او د امرېكې و ايران نيغ په نيغه خبرو اترو ته كیښنولو كښې خپل كردار ادا كولو سره د دفاع او د نړيوالې سفارتكارۍ په مېدان كښې لوړ قام تر لاسه كړو ٬ دغسې اوس د كورني استحكام لپاره هم سياسي خبرو اترو ٬ اولس په اعتماد كښې اغستو او د ځوانانو رغنده هلو ځلو كښې اودرولو لپاره كوټلي ګامونه به اغستل وي٬ ده ووئېل مونږ له دا حقيقت تر نظره ساتل پكار دے چې دښمن څه وخت هم زمونږ د كورنيو كمزورو نه ګټه پورته كولې شي ٬ ده ووئېل پاكمستان د ترهه ګرۍ او فرقه واريت خاتمې لپاره مهمې كاميابۍ تر لاسه كړي دي ٬ ده ووئېل مونږ باور لرو چې سياسي هم غږي ٬ قامي يووالے ٬ او د قامي هڅو د لارې مونږ په پیښو چېانجونو به زر قابو اومومو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ګورنر هاوس كوئټه كښې د قامي كنفرنس ګدون كوونكو ته خطاب كښې وكړه ۔











