اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د وزيراعظم فيول ريليف سکيم له مخې تر اوسه د يو نيم كروړه نه زياتو كسانو ته د 27 اربه روپو ريليف وركړے شوے دے ، د وزيراعظم شهباز شريف په امر د پټرول په بيعه كښې زياتوالے نه دې شوے ، زياتي بار آئل ريفائنريز برداشت كوي، د وزيراعظم د …
د وزيراعظم فيول ريليف سکيم له مخې تر اوسه د يو نيم كروړه نه زياتو كسانو ته د 27 اربه روپو ريليف وركړے شوے، عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د وزيراعظم فيول ريليف سکيم له مخې تر اوسه د يو نيم كروړه نه زياتو كسانو ته د 27 اربه روپو ريليف وركړے شوے دے ، د وزيراعظم شهباز شريف په امر د پټرول په بيعه كښې زياتوالے نه دې شوے ، زياتي بار آئل ريفائنريز برداشت كوي، د وزيراعظم د وړومبۍ ورځېن ه وژن ٶ چې په اولس د لږ نه لږ بار واچولې شي، حکومت معاشي استحکام لپاره جامع اصلاحات معارف کړې دي، په خېبر پښتونخوا كښې د تحريك انصاف په 13 نيم كاله دور كښې حکومت په صوبه كښې پرمختيائي منصوبې او د اولس خېرښګرې څانګې نظر انداز كړې دي ۔ د ګل په ورځ وفاقي وزير علي پرويز ملك سره پرېس كنفرنس ته ده ووئيل په پرائسنګ فارموله كښې د بدلون په اړه تېره ورځ خبرونه په ګردش كښې ٶ خو نن د پټروليم وزير په دې معامله تفصيلي سپيناوے وكړو۔ ده ووئيل په آبنائے هرمز او باب المندب كښې د رامخئ ته شوې صورتحال په سبب د ګردې نړۍ معيشتونه ځپلې شوي٬ د ګردې نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د منطقې صورتحال څخه د پاکستان معيشت هم ځپلے شوے خو الحمدلله زمونږ ميکرو اکنامک اشارې ښې پاتي شوي ۔ د وزيراعظم د خاص هلو ځلو له امله د پاکستان به معيشت د نورو معيشتونو په نسبت زيات فشار نه دې راغلے۔ ده ووئيل وزيراعظم سخت هدايات جاري كړي چې د نړيوال صورتحال بار په اولس پرې نه اوځي۔ د جمعې په ورځ د پټرول په بيعه كښې د 15 روپو زياتوالي متوقع ؤه ځكه چې په نړيوال ماركيټ كښې بيعه لوړه شوې وه خو د وزيراعظم په امر دا بار ريفائنريز ته منتقل كړے شوے، ريفائنريز له به په مياشتنۍ توګه 15 اربه روپۍ بار برداشت كول وي۔ ده ووئيل موجوده سختو حالاتو كښې كله چې د نړيوال صورتحال له امله د توان په ماركيټ فشار راغلے، وزيراعظم فيول ريليف سکيم يو مهم اقدام دے چې د لارې ئې اولس د ستونزو نه د ساتلو هڅه شوې ده، حکومت اولس ته ريليف وركولو لپاره سبسډي سکيم اجراء كړے۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف غوښتل چې اولس لپاره احساس فيول ريليف سکيم عملي كړي چې له مخې ئې موټر سائيکل، چنګ چي او د 800 سي سي ګاډو ته په رعايتي بيعه پټرول ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل د وزيراعظم فيول ريليف سکيم له مخې تر اوسه 15 ملين نه زيات كسان رجسټرېش شوي دي ، دې يو نيم كروړ كسانو ته د كوم تعطل نه غېر ارزان پټرول وركول د دې سكيم لويه كاميابي ده ٬ تر اوسه په دې مد كښې نزدې 27 اربه روپۍ وركړې شوي او دا سيكم په كاميابۍ سره روان دے۔ ده ووئيل وزيراعظم اولس ته ريليف وركولو لپاره په خاص توګه دا سكيم وضع كړے چې پرې عملدرآمد لپاره د آئي ټي وزارت ، پټروليم وزارت ، اوګرا او سټيټ بينک په ګډه اقدامات كړي او په ټول هېواد كښې دا سكيم نافذ دے ٬ وفاقي وزير ووئېل په دې سخت وخت كښې دا د د ذكر وړ ده چې د وزيراعظم د هلو ځلو په سبب فيول سبسډي سکيم روان دے او د پټروليم مصنوعات بيعه كښې چې كوم زياتوالے متوقع وه ھغه ايسار كړے شو۔ د اطلاعات وزير عطاء الله تارړ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل موټر سائيکل، چنګ چي رکشه او 800 سي سي د ګاډو مالكان د دې سكيم جوګه دي او رجسټريشن كولو سره ھغوي په ارزانه بيعه پټرول ترلاسه كولې شي٬ دا سكيم به روان وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په هېواد كښې د يو څيز كمے نشته، په سختو حالاتو كښې هم د کارګو راتګ او سپلائي باوري كړې شوې ده او د هېواد ضرورتونه ترسره كېږي، ده ووئېل په غېر مصدقه خبرونو او ډنډورو پسې تللو ته حاجت نشته، دا مهال دې د ډنډرو څخه ډډه وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د تيرو 13 نيمو كالو په مهال ھغه نااهلو تباهي او بربادي كړې، اوس هلته کواليفائيډ كسان ناست دي څوك چې معاملات سموي۔ ده ووئيل په صوبه كښې د 13 نيمو كالو په مهال د تحريك انصاف حكومت ٶ خو په دې مهال په صوبه كښې د سړکونو، پلونو، روغتونونو، کالجونو او يونيورسټيو جوړولو په اړه د ذكر وړ كار نه دے شوے او نه ځوانانو ته ليپ ټاپ وركړے شوي۔ د كوهاټ خپلې دورې ذكر كولو سره ده ووئيل هلته موټروے او کوهاټ ټنل د مسلم ليګ (ن) په دور كښې جوړ شوي ٬ د دغې نه وروستو يوه منصوبه نه ده بشپړه كړې شوې۔ پوښتنه دا ده چې په صوبه كښې سيف سټي منصوبه، کډني اينډ ليور ټرانسپلانټ مرکز او د يونيورسټيز په جوړولو كښې كوم خنډان ولا وٶ؟ ځوانانو ته ليپ ټاپ وركولو سره دوي ته سهولت وركړے كېدے شو۔ ده ووئيل اسلام آباد او پنجاب غټ بار پورته كړے ۔ ده ووئيل پي ټي آئي د هېواد معيشت ته زيان رسولو لپاره آئي ايم ايف ته چيټۍ ليكلې دغسې چې پاکستان د پروګرام نه بهر كړے شي۔ عطاء الله تارړ ووئيل پاکستان د هر څه نه وړاندې دے، سياسي ګوندونه او د دې ليډران د دې نه وروستو دي٬ كه يو ګوند وائي چې د دوي ليډر د پاكستان نه مهم دے نو د داسې سوچ هېڅ ګنجائش نشته۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) حکومت په ايف بي آر كښې اصلاحات كړي او د وزيراعظم په امر په وړومبي ځل د مينوفيکچرنګ عمل نګرانۍ د لارې ټيکس جمع كېږي٫ يوازې د شوګر انډسټرۍ څخه 60 اربه روپۍ اضافي ټيکس اغستلے شوے ٬ سيمنټ، تماکو او د مشروبات پشمول په بېلو څانګو كښې ټيکنالوجي معارف كولو سره د پيداوار نګراني او ټريسنګ نظام وضع كړے شوے او په ايف بي آر كښې سټرکچرل ريفارمز هم معارفي كړے شوي ۔ وفاقي وزير ووئيل د پخواني حكومت مكمل هڅه وه چې معاشي استحکام لپاره روان اقدامات لهخ مينځه يوسي خو موجوده حکومت په ښه ډول كار كوي۔ ده ووئيل چ هېواد ديواليه كولو لپاره د سول نافرمانۍ تحريك راپورته كړے شوے ؤ٬ اولس ته د بجلۍ بلونو سوځولو او بل نه وركولو ترغيب وركړے شوے۔ ده ووئيل پخوانو واكمنو هېواد سره ډېر زياتې كړے دے او اولس ئې تش په نعرو غولولے٬ د هغوي معاشي ډله څوك وه او د هغوي يوه هم ځانګړې كاميابي دې راوښودلې شي د اوګرا چيئرمېن په حواله وفاقي وزير ووئيل ھغه اوګرا په ښه ډول رېګوليټ كوي او د ھغوي د ښو پاليسو نتيجې رامخې ته كېږي ھغه وړومبې هم د وزيراعظم د ډلې برخه وه او بيا لپاره به هم وي۔











