اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د انتخابي اصلاحات كمېټۍ لپاره د پاكستان پيپلز پارټۍ او ايم كيو ايم پاكستان څخه نامو غوښتلو لپاره چيټۍ وليږلې۔د ګل په ورځ د پارليماني چارو وياند له مخې ډاكټر طارق فضل چوهدري لخوا د پاكستان پيپلز پارټۍ او ايم كيو ايم پاكستان قامي اسمبلۍ كښې چيف وهيپس ته ليكلو شوو چيټو كښې وئېلي …
وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د انتخابي اصلاحات كمېټۍ لپاره پاكستان پيپلز پارټۍ او ايم كيو ايم پاكستان څخه نامې وغوښتلې

مزید خبریں
اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د انتخابي اصلاحات كمېټۍ لپاره د پاكستان پيپلز پارټۍ او ايم كيو ايم پاكستان څخه نامو غوښتلو لپاره چيټۍ وليږلې۔د ګل په ورځ د پارليماني چارو وياند له مخې ډاكټر طارق فضل چوهدري لخوا د پاكستان پيپلز پارټۍ او ايم كيو ايم پاكستان قامي اسمبلۍ كښې چيف وهيپس ته ليكلو شوو چيټو كښې وئېلي شوي چې قامي اسمبلۍ د قواعد و ضوابط قاعده 244(B)له مخې انتخابي اصلاحات كمېټۍ جوړولو تحريك منظوري وركړې ده ۔په دې لړ كښې هغه ته د قامي اسمبلۍ څخه چيټۍ هم ترلاسه شوې چې له مخې يې ايم كيو ايم دې د كمېټۍ غړي په توګه يوه او پيپلز پارټۍ دې د پنځې نامې زر تر زره راوليږي۔











