اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي)د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك وئيلي دي حكومت په نړيوال ماركيټ كښې د تېلو په بيعه كښې د زياتوالي باوجود اولس بيعه كښې د 15 روپو يو ليټر زياتوالي نه ساتلو لپاره د ځائي ريفائنريز په مرسته د بيعې برقراره ساتلو پرېكړه كړې ده چې له مخې به ئې ريفائنريز په مياشتنۍ توګه نزدې 15 اربه روپۍ مالي بار برداشت كوي، …
اولس ته آساني وركول د وزيراعظم په مهمو پام لرنو كښې شامل ده ، د ځائي ريفائنريز په مرستې به اولس ته په ټيټه بيعه پټرول وركولو له مرسته تر لاسه شي۔ علي پرويز ملك

مزید خبریں
اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي)د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك وئيلي دي حكومت په نړيوال ماركيټ كښې د تېلو په بيعه كښې د زياتوالي باوجود اولس بيعه كښې د 15 روپو يو ليټر زياتوالي نه ساتلو لپاره د ځائي ريفائنريز په مرسته د بيعې برقراره ساتلو پرېكړه كړې ده چې له مخې به ئې ريفائنريز په مياشتنۍ توګه نزدې 15 اربه روپۍ مالي بار برداشت كوي، د منطقې د صورتحال له مخې وړولو راوړلو خرڅونه هم ډېر شوې دي، اولس ته آسانۍ وركول د وزيراعظم په مهمو پام لرنو كښې شاملې دي، په نړيواله كچه د توان په بيعه كښې اضافې څخه د پاكستان په معيشت هم اثرات مرتب شوة دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ده د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرعطا الله تارړ سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ علي پروېز ملك ووئيل د منطقې صورتحال له امله په نړيوال ماركيټ كښې د تېلو په بيعه كښې يو ځل بيا كمے زياتے پېل شوے دے، د پټرولو د بيعې په تعين كښې د سپاټ ماركيټ نه علاوه لاجسټكس، انشورنس او نور خرڅونه هم شامل وي، د تېلو د بېړيو د كرايو او انشورنس خرڅونه زيات شوي دي۔ ده ووئيل پي اېس او په اوسني ټينډرز كښې په پريميم كښې د 10 نه تر 20 ډالرو اضافه رامخې ته شوې ده او د دې نه په وروستو ټينډرز كښې پريميم د 25 نه تر 30 ډالرو او د دغې نه هم زيات شوے دے چې اثر ېې د پټرولو په بيعه پرېوځي۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم هڅه كوي چې په شته وسائلو كښې اولس ته زيات تحفظ وركړے شي، د ټارګټډ ريليف پروګرام نه علاوه هم اولس ته ريليف وركولو لپاره اقدامات شوې دي، ده ووئېل د هدفي ريليف پروګرام څخه د 13 ملينه نه زيات صارفين مستفيد كېږي او ھغوي د جنګ نه په وړاندې بيعه پټرول (موټرسائيكل/ 800 سي سي ګاډي) ترلاسه كوي۔وفاقي وزير د ريفائنريز د مرستې ستائنې كولو سره ووئيل دوي د دې نه وړاندې د ډيزلو په حواله هم حكومت ته ريليف وركړے٬ دغسې د حج پېكج اعلان نه وروستو د جنګ په پېل كېدو حجاج كرام ته د جنګ نه په وړاندې بيعه ايوي ايشن فيول وركړے شوي او فضائيه ته هم تر 30 جون د جنګ نه په وراندې بيعه جے پي 8 ايندھن باوري كړې شوي۔ علي پرويز ملك ووئيل حكومت د توان څانګه ښه والي پلو بوتللو٬ ډي ريګوليشن او د ريفائنري اپ ګريډيشن عمل مخ په وړاندې بوتلل غواړي،حكومت چا سره زياتې كول نه غواړي بلكې مشاورت او د اولس ګټې له اقدامات كوي۔ ده ووئيل حكومت د آئي اېم اېف او د هېواد د معيشت مجبورۍ تر مخه اولس ته په نړيوال ماركيټ كښې د تېلو په بيعه كښې د اضافې باوجود 15 روپۍ د ليټر په سر ريليف وركوي۔ ده د ميډيا تستازو ته غږ وكړٶ چې ھغوي د حكومت لخوا په سختو حالاتو كښې د شوو اقداماتو ستائنه وكړي۔ وفاقي وزير د ريفائنريز مننې كولو سره ووئيل سبا به دوي سره يوه ناتسه كېږي چې پكښې به د دوي ګېلې اورېدلې شي۔ ده ووئيل ريفائنريز ډيزلو لپاره حكومت سره په ګډه په خام تيلو اډانه فارمولا جوړولو له مرسته كړې او د حج پېكج اعلان نه وروستو د جنګ په پېل كېدو حجاج كرام ته د جنګ نه په وړاندې بيعه ايوي ايشن فيول وركړې شوي او فضائيه ته هم تر 30 جون د جنګ نه په وراندې بيعه جے پي 8 ايندھن وركولو لپاره يې هم د حكومت ملګرتيا كړې ده ۔











