لاهور۔2 نومبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي د هېواد په كچه د كاروبار كولو مصاريف كمولو او زيات نه زيات وګړي د دستاوېزي معيشت برخه جوړولو له په مالياتي څانګه كښې د جدت رامخې ته كولو ضرورت دے ، بياهم ډیجیټل اثاثې د هېواد په مالياتي نظام كښې شاملولو څخه وړاندې به ددې كوټلي معاشي ګټې ثابتول وي۔ هغه د ګل په ورځ …
پاكستان د معاشي استحكام پړاؤ څخه تلپاتي پرمختګ پلو مخ په وړاندې روان دے: وفاقي وزير اورنګزېب

مزید خبریں
لاهور۔2 نومبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي د هېواد په كچه د كاروبار كولو مصاريف كمولو او زيات نه زيات وګړي د دستاوېزي معيشت برخه جوړولو له په مالياتي څانګه كښې د جدت رامخې ته كولو ضرورت دے ، بياهم ډیجیټل اثاثې د هېواد په مالياتي نظام كښې شاملولو څخه وړاندې به ددې كوټلي معاشي ګټې ثابتول وي۔ هغه د ګل په ورځ لاهور یونیورسټی آف مېنجمنټ سائنسز (لمز) كښې د ډیجیټل اثاثې او بېنکارۍ سباؤن په سرخط مكالمې ته ورچوئل خطاب كولو۔ وفاقي وزير ووئيل د ډیجیټل اثاثو افاديت جاج دې په دې بنياد واغستلې شي چې دا د عامو وګړو او كاروباري ادارو مالياتي چارې تر كومه حده آسانې او مؤثره جوړولې شي۔ ده ووئيل پاكستان د معاشي استحكام پړاؤ څخه تلپاتي پرمختګ پلو مخ په وړاندې روان دے۔ دې لپاره مالياتي نظم وضبط په ځائې ساتلو ٬ برآمدات پياوړې كولو او د نجي څانګې سرمايه كارۍ كښې زياتوالي ته اړتيا ده۔ د دې هدفونو سر كولو له بشپړ او مؤثر مالياتي نظام هم ضروري دے۔ د نړيوال پېشرفت حواله وركولو سره وفاقي وزير د جے پی مورګن لخوا ادارہ جاتي صارفین لپاره د بلاک چین نېټ ورکس د لارې د پیسة منتقلۍ كښې د ډپازټ ټوكنز كارولو ذكر وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان د ورچوئل اثاثه جات اېکټ 2026 د لارې قانوني او ضابطه جاتي فرېم ورک جوړ كړے دے چې له مخې يۍ پاکستان ورچوئل اېسټس رېګولېټری اتھارټی ته د ورچوئل اثاثه جات خدمات وړاندې كوونكو ادارو ته د لائسنس جاري كولو او د هغې د نګرانۍ كولو ذمه واري سپارلې شوې ده۔ د اسټېټ بېنک آف پاکستان او سکیورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان كردار ستائېلو سره ده ووئيل په دې عمل كښې دواړو ادارو اړوندې ذمه وارۍ او مهارت بنيادي اهميت لري۔ ده ووئيل حكومت غواړي چې ډیجیټل ټېکنالوجی حقیقی معاشی ضرورتونه ترسره كړي او د دې استعمال د مضبوط ضابطه جاتي تحفظات په دائره كښې وي۔ ده ووئيل د خزانې وزارت د پاکستان موجودہ یورو بانډ قرض ټوکنائز كولو امكان هم جاج اخلي۔ د بېنكارۍ څانګې لارښودو ته خطاب كښی وفاقي وزير په مالياتي ادارو زور راوړو چې هغوي د عمل وړ وړاندېزونو په جوړولو كښې فعاله كردار ترسره كړي ولې چې دې ادارو سره صارفينو سره د رابطو ٬ عملي تجربې او مالياتي خطرو انتظام كولو ضروري صلاحيتونه موجود دي۔ د سائبر سکیورټی چېلنجونو ذكر كولو سره ده ووئيل په ډيجيټل نړۍ كښې د هېكنګ پېښې عامې شوي دي په كومو كښې چې د یورپ سپر مارکیټس، د ګردې نړۍ د ادائيګو اپېلي كېشنزو او کرپټو کرنسی اېکسچېنجز سره اړوندې پېښی شاملې دي











