د تجارت وفاقي وزير د او آئي سي اقتصادي او تجارتي مرستې قائمه كمېټۍ غونډه كښې ګډون لپاره استنبول ته ورسېد

  استنبول۔2 نومبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د اسلامی مرستې تنظيم (او آئی سی) د اقتصادي او تجارتي مرستې قائمه كمېټۍ (کومسېک) په 42 مه غونډه كښې ګډون لپاره استنبول ته ورسېد۔ استنبول ایئرپورټ ته په رسېدو د پاكستان قونصل جنرل خواجه خرم نعیم د وفاقي وزير هركل وكړو۔ وفاقی وزیر به د کومسېک په غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي او د خپلې سركاري …

 

استنبول۔2 نومبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د اسلامی مرستې تنظيم (او آئی سی) د اقتصادي او تجارتي مرستې قائمه كمېټۍ (کومسېک) په 42 مه غونډه كښې ګډون لپاره استنبول ته ورسېد۔ استنبول ایئرپورټ ته په رسېدو د پاكستان قونصل جنرل خواجه خرم نعیم د وفاقي وزير هركل وكړو۔ وفاقی وزیر به د کومسېک په غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي او د خپلې سركاري دورې په مهال به د كومسېك وزارتي غونډو كښې ګډون كوي۔ هغه به د ترکیه، سعودي عرب او مصر خپلو همڅنګو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔ په دې ملاقاتونو كښې تجارتي اړيكې لا مستحكمولو ٬ نړيوالو ماركيټونو ته لاسرسنې زياتولو او د اقتصادي همكارۍ نوې موقعې لټولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه به كولې شي۔ په غونډه كښې  وفاقي وزیر به د اسلامي همکارۍ تنظيم د غړو هیوادونو سره د اقتصادي مشارکت د پراخه كولو، د سیمه ایزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړې کولو او په دوه اړخیزه ګټو ولاړې همکارۍ ته د ودې ورکولو لپاره د پاکستان د عزم څرګندونه كوي

مزید خبریں