پېښور 02 نومبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د صوبې په زندانونو كښې اصلاحات او بنديوانو او عملې ته د ورامخې ته مسئلو حل په اړه غونډه وشوه۔د ګل په ورځ د ګورنر هاؤس وياند له مخې په غونډه كښې د جيل خانه جات او داخله صلاحكار كفايت الله٬ د جيل خانه جات آئي جي ريحان ګل ختګ پشمول نورو اړوند افسرانو ګډون …
د خېبرپښتونخوا ګورنر په مشرۍ كښې د صوبې په زندانونو كښې د اصلاحات او بنديوانو او عملې ته د ورامخې ته مسئلو په اړه غونډه

مزید خبریں
پېښور 02 نومبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د صوبې په زندانونو كښې اصلاحات او بنديوانو او عملې ته د ورامخې ته مسئلو حل په اړه غونډه وشوه۔د ګل په ورځ د ګورنر هاؤس وياند له مخې په غونډه كښې د جيل خانه جات او داخله صلاحكار كفايت الله٬ د جيل خانه جات آئي جي ريحان ګل ختګ پشمول نورو اړوند افسرانو ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د جيل خانه جات آئي جي ګورنر فيصل كريم كنډي ته په زندانونو كښې د روانو اصلاحاتو ٬پريزن انډسټري٬ډيجټلائزېشن٬ د بنديوانو ګنجائش٬ورچوئل كورټس٬ماډل انټرويو رومز او طبي آسانيو پشمول د بيلو چارو په ره تفصيلي بريفنګ وركړو۔بريفنګ كښې ووئيل شول د خېبرپښتونخوا پريزن اينډ كريكشن ايكټ 2026 بدلون ايكټ جانچ پړټال لپاره د قانون محكمې ته لېږلے شوے او د صوبې په زندانونو كښې د بنديوانو ډيټا د مينجمنټ انفارمېشن سسټم د لارې ډيجيټلائز كړې شوې۔د صوبې په 11 زندانونو كښې ورچوئل كورټس او پنځو زاندانونو كښې ماډل انټرويو رومز معارفي كړي شوي۔بريفنګ كښې ووئېل شول مردان٬پیښور او د هري پور زندانونو كښې بنديوانان هنرمند او د ټولنې ګټور وګړو جوړولو لپاره پريزن انډسټري جوړې كړې شوې۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل چ په هره ضلع كښې د بنديوانو تشخيصي ټيسټونو لپاره ليبارټرو سره د همكارۍ په عمل كار وكړئ۔ده ووئيل بنديوانو ته تعليم٬فني تربيه او دروزګار موقعې وركول د وخت مهم ضرورت د ے۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل زندانونه بنديوانو ته د سزا وركولو په ځائے د هغوي لپاره د اصلاح او بحالۍ په ادارول بدلول پكار دي دغسې چې بنديوان د خوشې كېدو نه پس د ټولنې ګټور وګړي جوړ شي۔ده ووئيل د جيل خانه جات پروژو بشپړولو لپاره به هر ممكنه مرسته كولې شي۔











