اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي د پاكستان او چين همكاري د سيمې او دې څخه بهر سولې او ثبات لپاره پياوړې او د باور وړ سرچينه ده۔ دا خبره ده د ګل په ورځ چين – پاكستان ګورننس سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د پاكستان په دوره راغلې د کمیونسټ پارټی آف چائنا د مرکزي کمېټۍ د نړيوالې …
د پاكستان او چين همكاري سيمې او دې څخه بهر سولې او ثبات لپاره پياوړې او د باور وړ سرچينه ده، د نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار د چين – پاكستان ګورننس سیمینار ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي د پاكستان او چين همكاري د سيمې او دې څخه بهر سولې او ثبات لپاره پياوړې او د باور وړ سرچينه ده۔ دا خبره ده د ګل په ورځ چين – پاكستان ګورننس سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د پاكستان په دوره راغلې د کمیونسټ پارټی آف چائنا د مرکزي کمېټۍ د نړيوالې څانګې (آئی ډی سی پی سی) وزیر لیو هائی شینګ او پاكستان كښې د چين سفير هم موجود وو۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل دې نني سمپوزیم د حكومتوالۍ ، ادارہ سازۍ او په قامي پرمختګ كښې د سياسي ګوندونو په تلپاتي كردار غور فكر كولو او د پاكستان او چين ترمينځه د پخواني تړون او تبادلو لا پياوړې كولو يوه مهمه موقع رامخې ته كړې ده۔ ده ووئيل مونږ د صدر شی جن پنګ پارټي سازۍ سره د اړوند نظريات٬ فكري خذمات او د كميونسټ پارټي آف چائنا د دې تجربې ستائنه كوو د كومې د لارې چې اصول په مؤثره حكومتوالۍ او د پرمختګ په كوټلو نتيجو بدل كړې شوي دي۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل د چين د وزير خطاب د صدر شي جن پنګ پارټي سازۍ سره په اړوند نظريات د پوهېدو موقع راكړه۔ ده ووئيل د ننو خبرو څخه ترلاسه شوے دا يو بنيادي سبق دے چې قامي اتحاد، ادارہ جاتي استحکام او تل پاتي پرمختګ لپاره بصيرت لرونكې قيادت ضروري دے۔ نائب وزیراعظم ووئيل چين د پرله پسې پالېسي د لارې د كروړونو په شمېر وګړي بې وزلۍ څخه بهر كړل او په نړيواله كچه يۍ د بې وزلۍ په ختمولو كښې تاريخ كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل د چين تجربه مونږ لپاره يوهښه عملي نمونه ده۔ ده ووئيل پاكستان معاشي خود انحصارۍ او استحكام پلو مهم پېشرفت كړے دے ، اوس مونږ د معاشي استحكام لا مستحكمولو پړاؤ ته داخل شوې يوو، زمونږ كاميابۍ واكمنې كښې اصلاحات سره تړلي دي۔ ده ووئيل پاكستان او چين د سفارتي اړيكو 75 مه سالګره او د كميونسټ پارټي آف چائنا 105 مه د تاسيس ورځ لمانځي۔ ده ووئيل زمونږ په همه موسمي تزويراتي مرسته اډانه همكاري د دې حقيقت عكاس ده چې د هېواد ټولې سياسي حلقې د پاكستان او چين همكاري د هېواد يوه مهمه تزويراتي اثاثه تسليموي۔ نائب وزیراعظم ووئيل نړي ليدلي دي چې د پاكستان او چين همكاري منطقې او دې څخه بهر د نړۍ امن او استحكام لپاره يو پياوړې او د باور وركړ سرچينه ده۔ سږ كال په 31 مارچ پاکستان او چین په منځني ختيز كښې امن بحالۍ له په ګډه د 5 نكاتي امن اقدامام كړے۔ ۔ نائب وزيراعظم ووئيل د روان كال په مهال مئي كښې د بيجنګ دورې په مهال مونږ په غونډه كښې د سی پېک 2.0 لاندې د خپلو ګډو هدفونو مخ په وړاندې بوتللو كښې د سياسي رابطو اهميت توثيق وكړو۔ ده ووئيل مونږ د کمیونسټ پارټی آف چائنا او پاکستان مسلم لیګ (ن) ترمينځه د مفاهمت يو يادښت ههم لاس ليك كړو۔۔ نائب وزيراعظم ووئيل سیاسی ګوندونه او ادارې اتفاقِ پېدا كولو ٬ د پالېسيو تسلسل باوري كولو او مؤثر عملدرآمد كښې مهم كردار ترسره كوي۔ نائب وزیراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو د ملګرتيا شمع لا زياته روښانه كولو له د ځوانانو په دې عمل كښې شاملول اړين دي۔ نائب وزیراعظم دا خبره څرګنده کړه چې دا پخوانۍ دوستي به نوره هم پياوړې شي دغسې چې د یو ډیر نزدې چین-پاکستان هم نصيبې ټولنې د جوړولو لپاره په ګډه کار وکړې شي۔ په دې موقع د چین د کميونسټ پارټي د مرکزي کمیټې د نړیوالې څانګې (آی ډي سي پي سي) وزیر لیو های شینګ، د پلان جوړونې او پراختیا وفاقي وزیر احسن اقبال، د سېنېټ پخواني چیئرمین سید نیر حسین بخاري او سېنېټرې شیري رحمان هم وېنا وكړه











