د وړو صنعتونو ، هاؤسنګ او د كر كېلې پرمختګ څخه په معيشت كښې ښه والي راوستو  او ځوانانو ته روزګار وركولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي واړه او د  او د مېنځنۍ درجې كاروبار، هاؤسنګ او د كركېلې پرمختګ څخه په معيشت كښې ښه والي راوستو  او ځوانانو ته روزګار وركولو ته حكومت وړومبۍ  پام لرنه كوي  ،د حکومتي ګامونو له مخې كروندګرو٬ اېس اېم ايز او د وزيراعظم اپنا ګھر سکيم صارفينو ته  پورونه وركولو كښې د خنډانو راةلاړونكو بينکونو سره …

 

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي واړه او د  او د مېنځنۍ درجې كاروبار، هاؤسنګ او د كركېلې پرمختګ څخه په معيشت كښې ښه والي راوستو  او ځوانانو ته روزګار وركولو ته حكومت وړومبۍ  پام لرنه كوي  ،د حکومتي ګامونو له مخې كروندګرو٬ اېس اېم ايز او د وزيراعظم اپنا ګھر سکيم صارفينو ته  پورونه وركولو كښې د خنډانو راةلاړونكو بينکونو سره د سټيټ بېنك او د خزانې وزارت لخوا هېڅ قسمه نرمي دې ونه كړے شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزير اعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې ترجيحي څانګو ته  پورونه وركولو كښې د سهولت جاج اغستو لپاره غونده وشوه ۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووېيل  اېس اېم ايز، هاؤسنګ او د د زراعت پرمختګ څخه په معيشت كښې ښه والي او ځوانانو ته روزګار وركولو ته حكومت وړومبۍ  پام لرنه كوي  ۔ ده ووئيل داسې بېنكونه كوم چې زراعت، هاؤسنګ او اېس اېم ايز ته د حكومتي اقدامات له مخې د قرضو په آسانۍ  وركولو كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونه كوي٬ د ستائنې وړ ده ۔ وزيراعظم ووئيل د نجي څانګې پرمختګ لپاره بېنكونه د كليدي اهميت وړ دي٬ د بېنكونو لخوا ترجيحي څانګو لپاره  پور وركولو كښې د ھغسې مرستې هيله لرو لكه څنګه مرسته چې حكومت او حکومتي ادارې بېنكونو سره كوي۔ وزيراعظم ووئيل  اېس اېم ايز د معيشت پرمختګ، د برآمدات ودې او د روزګار موقعې راپېدا كولو بشپړ استعداد لري٬ د زراعت څانګه د هېواد په معيشت كښې د ملاتير حېثېت لري، د زرعي غلې ويليو ايډيشن څخه برآمدات كښې اضافې لپاره هڅې كوٶ، اپنا ګھرسکيم څخه به د هاؤسنګ و تعميرات څانګې سره تړلې يو شمېر صنعتونه وده ومومي۔ وزيراعظم د خزانې وزير ته د اېس اېم اي سيکټر، زراعت او هاؤسنګ څانګې شراكتدارو ته د فنانسنګ په اړه د مسئلو حل كولو او د جامع تګلاره مرتب كولو امر وكړو۔ وزيراعظم سټيټ بينک او اېف بي آر ته په ګډه د اېس اېم ايز او د برآمد كوٶنكو د ټيکس مسئلو حل لپاره امر وكړو۔ وزيراعظم اېس اېم ايز ته د پورونو په آسانۍ سره وركولو لپاره د رسك کوريج هم د جامع تګلارې مرتب كولو امر وكړو۔ په دې موقع د بريفنګ په مهال ووئيل شول  ترجيحي څانګو ته پورونه زياتولو لپاره سټيټ بينك په درېو بنيادي ستنو كار كوي چې پكښې په ضوابطو كښې بهتري، حکومت او د بينکونو ترمېنځه رسك او په خرڅونو كښې شراكتداري او ډيجيټل سهولتونو ته وده وركول شامل ده۔ په دې لړ كښې په دې وروستيو كښې اېس اېم ايز لپاره اېس اېم اي کنيکټ ډيجيټل پورټل (smeconnect.sbp.org.pk) پېل كړے شوے چې د لارې به ئې كاروباريان د قرض ترلاسه كولو لپاره درخواستونه وركولې شي او پخپلو درخواستونو د پېشرفت به هم مشاهده كولې شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د سټيټ بينک آف پاکستان لخوا هاؤسنګ، زراعت او د اېس اېم ايز  ته په ترجيحي بنيادونو قرض وركولو كښې ځانګړې پېشرفت شوے دے٬تر 23 اکتوبر 2026  د وزيراعظم اپنا ګھر پروګرام له مخې د511 اربه روپو قرضې منظورې شوې دي او 15 زره 584 درخواست كوٶنكو ته 91 اربه روپۍ وركړې شوي ۔ د هاؤسنګ فنانس په څانګه كښې د پورونو مجموعي حجم 455 اربه روپۍ او د مستفيد كېدونكو پوره وړو  شمېره يو لك 87 زره 317 ته رسېدلې ده۔ غونډې ته ووئيل شول  د زرعي څانګې د  پورونو حجم 1329 اربه روپۍ او د مستفيد كېدونكو شمېر نزدې 35 لکه،  دغسې د اېس اېم ايز په څانګه كښې د  پورونو حجم  1148 اربه روپۍ او د  پور ترلاسه كوٶنكو شمېره 3 لکه 42 زره 458 ته رسېدلې ده۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول  د مالي كال 2027  تر پائې د زرعي او اېس اېم ايز څانګو كښې د پور حجم 1500 اربه روپو ته د رسولو هدف مقرر كړے شوے ۔ غونډې ته ووئيل شول د حکومت لخوا هاؤسنګ، زراعت او د اېس اېم اي څانګو لپاره رسك شيئرنګ او کريډټ ګارنټي اقدامات هم معارفي كړې شوي او د پور ترلاسه كولو طريقه كار اسانولو، په مطلوبه دستاويزات كښې کمے او د ډيجيټل نظام د لارې تر مالي وسائلو رسنې په ښه هم كار روان دے۔ په غونډه كښې په دريو واړو ترجيحي څانګو كښې د كمرشل بېنكونو د كاركردګۍ اشارې هم وړاندې كړې شوې۔ وزيراعظم د ښهې كاركردګۍ لرونكو بېنكونو ستائنه وكړه ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، رانا تنوير حسېن، ډاکټر مصدق ملك، ميا رياض حسېن پير زاده، محمد اورنګزيب، عطاء الله تارړ، شزا فاطمه خواجه، د وزيراعظم سلاحكار هارون اختر، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د سټيټ بينک ګورنر جميل احمد، د قامي اسمبلۍ غړو حفيظ الدين، چوهدري افتخار نذير او اړوند لوړ پورو ګډون كولو٬ په غونده كښې د نوموړې كمرشل بېنكونو مشرانو او نمائندګانو هم ګډون كړې۔

مزید خبریں