منامه 02 نومبر(اے پي پي)د سعودي عرب ډپټي چیف آف سټاف وائس ایډمرل فهد الغفیلي د سټریټجک آبي لارو تحفظ لپاره په مضبوطې نړيوالې مرستې زور راوړولو سره خبردارے وركړے دے چې آبي لارې د سیاسي یا پوځي فشار ذریعه نه دي جوړول پكار ۔ د اردو نیوز تر مخه ده تېره ورځ بحرین كښې منامه ډائیلاګ فورم ته د سمندري خطرو مقابلې له د موثر اجتماعي غبرګون په …
د آبي لارو تحفظ د ټولو په ګډه ذمه واري ده ، د سعودي ډپټي چیف آف سټاف

مزید خبریں
منامه 02 نومبر(اے پي پي)د سعودي عرب ډپټي چیف آف سټاف وائس ایډمرل فهد الغفیلي د سټریټجک آبي لارو تحفظ لپاره په مضبوطې نړيوالې مرستې زور راوړولو سره خبردارے وركړے دے چې آبي لارې د سیاسي یا پوځي فشار ذریعه نه دي جوړول پكار ۔ د اردو نیوز تر مخه ده تېره ورځ بحرین كښې منامه ډائیلاګ فورم ته د سمندري خطرو مقابلې له د موثر اجتماعي غبرګون په ضرورت زور راوړلو سره ووئېل د ابو لارو تحفظ په ګډه نړيواله ذمه واري ده ۔ هغه ووئېل میري ټائم سکیورټي د كوم يو هېواد ذمه واري نه ده ۔ طاقت د قانون متبادل نشي كېدے۔ نړيوالې د اوبو لارې د سیاسي او پوځي فشار ذریعه نه دي جوړول پكار ۔ سمندرونه د شخړو میدانونه نه دي ٬ د ا د کمیونې کیشن او خوشحالۍ ذریعه جوړول پكار دي ۔ هغه زور راوړو چې د اوبو لارو ته پیښې خطرې د ګردې نړۍ هېوادونه متاثره كوي او دا يو نړيوال چیلنج جوړ شوے دے ۔ د منامه ډائیلاګ يوې ناستې ته وېنا كښې د سعودي نائب خارجه وزیر انجینیر ولید الخریجي سيمه ايزې شخړې په زياتېدونكو انساني ستونزو ، بحري امنيت ، د توان وركړې او په نړيواله معیشت د زياتېدونكو اثراتو تر مينځه په بحرانونو قابو موندل، امنيت او استحکام زياتولو په ضرورت زور راوړو ۔











