اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې په تندۍ سره بدلونكې نړيواله وضعه، رامخې ته كېدونكې ټيکنالوجيز، موسمياتي بدلون، جغرافيائي سياسي تاٶ تريخوالې او د معاشي غير يقيني صورتحال په تناظر كښې تل پاتې د تل پاتې پرمختيائي پالېسيو تسلسل، اداره جاتي استعداد كښې اضافه او د اوږدې مودې لائحه ضروري شوې ده، د بدلېدونكې نړيوالې وضعې …
د تل پاتې پرمختيائي پالېسيو تسلسل او استحکام د نړيوال غېر يقيني صورتحال٬ رامخې ته كېدونكې ټيکنالوجيز او د موسمياتي بدلون چيلنجز مخنيوي لپاره ضروري دے: احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې په تندۍ سره بدلونكې نړيواله وضعه، رامخې ته كېدونكې ټيکنالوجيز، موسمياتي بدلون، جغرافيائي سياسي تاٶ تريخوالې او د معاشي غير يقيني صورتحال په تناظر كښې تل پاتې د تل پاتې پرمختيائي پالېسيو تسلسل، اداره جاتي استعداد كښې اضافه او د اوږدې مودې لائحه ضروري شوې ده، د بدلېدونكې نړيوالې وضعې موثره مقابله كولو لپاره د هېوادونو پيشګي تيارۍ، معاشي استحکام او د سباٶن منصوبه بندي به د خپلو ترجيحاتو برخه جوړول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په علامه اقبال اوپن يونيورسټي كښې سسټېن اېبل ډوېلپمنټ پاليسي انسټيټيوټ (اېس ډي پي آئي) په اهتمام كښې 29م پرمختيائي پرمختګ کنفرنس او د څلورم تل پاتې سرمايه کارۍ نندارتون ته د خاص مېلمه په حېث خپله وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل چې په بيړه پرمختګ كوٶنكې ټيکنالوجيز او د موسمياتي بدلون زياتېدونكې اثراتو د ګردې نړۍ معيشتونه او ټولنې په بنيادي توګه متاثره كوي چې په سبب ئې هېوادونو له د روايتي طرزِ فکر نه زيات فعاله، كوټلې او په سباون اډانه لائحه اختيارول وي۔ ده ووئيل چې بدلون يو اټل حقيقت دے او قامونه دوه لارې دي يا خو دې دوي د بدلون څخه وېرېدو څخه منفي اثراتو سره مخ شي يا په وخت او موثره لائحه خپلولو سره دې دا چېلنجز د پرمختګ په نوې موقعو كښې بدل كړي٬ د پاکستان د تکنيکي ترقۍ د عزم څرګندونه كولو سره ده ووئيل چې حکومت مصنوعي ذهانت (آرټيفيشل انټيلي جنس)، سائبر سکيورټي، بګ ډيټا او د کلاؤډ کمپيوټنګ قامي مرکزونه جوړ كړې دي دغسې چې ځوانان د عصري ټيکنالوجۍ تقاضو سره سم كړې شي او دوي د سباٶن په نړيوال معيشت كښې د مؤثره کردار لوبولو جوګه كړې شي۔ كنفرنس ته د بنګله دېش وزیراعظم سلاحكار پروفیسر ډاکټر راشد المحمود تیتومیر خپله وېنا كښې ووئيل نړيوال معیشت، جغرافیائی سیاست، ټیکنالوجي، قامي سلامتیا او موسمیاتي بدلون يو بل سره تړلې شوې دي٬ پرمختګ كوٶنكو هېوادونو له معاشي خودمختاري په ځائ ساتلو سره بېلو هېوادونو سره متنوع شراکت داري جوړول پكار دي۔ كنفرنس ته د اېس ډي پي آئي د بورډ آف ګورنرز چیئرمېن سفیر شفقت کاکاخیل٬ ایګزېکټو ډائریکټر ډاکټر عابد قیوم سلهري او د علامه اقبال اوپن یونیورسټی وائس چانسلر پروفیسر داکټر ناصر محمود نورو هم وېنا وكړه۔ په كنفرنس كښې د پاکستان پشمول د بنګله دېش، هند، نیپال، سری لنکا، اروپا، شمالي امریکا او د آسټرالیا د 200 نه زيات مقررينو٬ پوهانو او پالسي سازونكو ګډون وكړو۔











