پېښور 02 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې په صوبه كښې د كاروباري هلو ځلو وده او كاروباريانو ته زياتې آسانۍ وركول د حكومت په ترجيحاتو كښې شاملول پكار دي، دې مقصد لپاره سپېځلې، مؤثره او ډيجيټل نظام دې معارفي كړی شي دغسې چې کاروباري كسان د غېر ضروري ستونزو او سركاري دفترو د چكرو نه خلاص شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه …
په خېبرپښتونخوا كښې د کاروباري هلو ځلو وده او زياتې آسانۍ وركول د حكومت په ترجيحاتو كښې شاملول پكار دي: ګورنر فيصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور 02 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې په صوبه كښې د كاروباري هلو ځلو وده او كاروباريانو ته زياتې آسانۍ وركول د حكومت په ترجيحاتو كښې شاملول پكار دي، دې مقصد لپاره سپېځلې، مؤثره او ډيجيټل نظام دې معارفي كړی شي دغسې چې کاروباري كسان د غېر ضروري ستونزو او سركاري دفترو د چكرو نه خلاص شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په صوبه كښې کاروبار آسانولو او اړوند قوانين و ضوابطو كښې د اصلاحاتو پحقله د غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د خزانې سلاحكار طارق محمود پاشا، د صحت سلاحكار ارشاد احمد، د پرمختګ او منصوبه بندۍ سلاحكار عثمان سېف ، چيف سيکرټري ډاکټر فخر عالم عرفان، سېکرټري صنعت او نور اړوند چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې ګورنر ته کاروباريانو ته سهولتونه وركول، د اېن او سيز اجرا، خېبرپښتونخوا آسان کاروبار ايکټ 2025، آسان کاروبار لائيو پورټل، د ريګوليټري لائسنسنګ اينډ سرټيفکيشن دفترو ډيجيټائزيشن او په دې لړ كښې د رامخې ته مسئلو حل په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔











