نوې ډيلې 02 نومبر(اے پی پی)د هندي فضايې نوي مشر ایئر چیف مارشل آشوتوش ډکشټ په جنګي جنون اډانه لرونكې بيان وركولو سره هر يو اسکواډرن او فضايی دفاعی یونټ ته د كومې هم ځوابي كارروايۍ لپاره د چمتو پاتې كېدو هدايت كړې دې۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې آشوتوش ډکشټ د خپلو ترجيحاتو خاكه وړاندې كولو سره وئيلي چې د هندي فضائیه د منظور شوي جنګي اسکواډرنز …
د هندي فضايې نوي مشر په جنګي جنون اډانه بيان

مزید خبریں
نوې ډيلې 02 نومبر(اے پی پی)د هندي فضايې نوي مشر ایئر چیف مارشل آشوتوش ډکشټ په جنګي جنون اډانه لرونكې بيان وركولو سره هر يو اسکواډرن او فضايی دفاعی یونټ ته د كومې هم ځوابي كارروايۍ لپاره د چمتو پاتې كېدو هدايت كړې دې۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې آشوتوش ډکشټ د خپلو ترجيحاتو خاكه وړاندې كولو سره وئيلي چې د هندي فضائیه د منظور شوي جنګي اسکواډرنز شمېره بحالول د هغه لومړۍ ترجيح ده۔ څېړنكارو وئيلي دي چې دا ډول بيانونه د هند د پرله پسې جارحانه رويې عكاسي كوي۔ دا چلند سيمه ييز امن خطرو سره مخ كوي۔ په خاص توګه د پاكستان هدف جوړولو او د مقبوضه كشمير اولس ويرولو هڅې كولې شي چرته چې هندي فضائیه نګرانۍ او ظلم او جبر لپاره كارولې شي۔ ده ووئيل چې د هند سکیورټی چاپېريال بدستور چېلنجنګ دې ولې چې د ډرونز، تر اوږدې فاصلې ويشتونكو وسلو ٬ خلائي ٬ سائبر ټېكنالوجي او د منصوعي ذهانت له امله د جنګ نوعيت بدلېږي











