په خېبر پښتونخوا كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پېل شو

  پېښور ۔ 02 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په 27 خاص ضلعو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پېل كړے شوے۔ د پوليو اېمرجسني آپرېشن سېنټر خېبر پښتونخوا له مخې د كمپائن په مهال به د صوبې په 27  خاص ضلعو كښې 5 كاله څخه كم عمر لرونكو نزدې 48 لكه كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو څاڅكي وركولې شي۔ دا كمپائن د پېښور ، کوهاټ، بنو او …

 

پېښور ۔ 02 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په 27 خاص ضلعو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پېل كړے شوے۔ د پوليو اېمرجسني آپرېشن سېنټر خېبر پښتونخوا له مخې د كمپائن په مهال به د صوبې په 27  خاص ضلعو كښې 5 كاله څخه كم عمر لرونكو نزدې 48 لكه كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو څاڅكي وركولې شي۔ دا كمپائن د پېښور ، کوهاټ، بنو او ډېرہ اسماعیل خان ډویژن ټولو ضلعو سره سره باجوړ، ېره دیر، كوز دیر، ېره چترال، كوز چترال، اېبټ آباد، تورغر، كوز کوهستان، بره کوهستان او کولئۍ پالس كښې په يو وخت پېل كړے شو۔ كمپائن به په پېښور او خېبر ضلع كښې تر 7 ورځو او په پاتې نورو ضلعو كښې به تر 4 ورځو روان وي۔ په اړوند ضلعو كښې د تربيه شوو پوليو وركرز په مجموعي توګه 20,772 ډلې جوړې كړې شوي۔ دې سره سره د پوليو مؤثر نګراني باوري كولو له 4,734 ایریا انچارجز هم تعينات كړې شوي ۔ په دې ضلعو كښی نزدې 30,000 امنيتي اهلكار تعينات دي دغسې چې پوليو وركرز لپاره د كمپائن په مهال بشپړ تحفظ وركړے شي

مزید خبریں