ميامي۔ 02 نومبر (اے پي پي) د ارجنټائن د نړيوال نوم لرونكې فټ بال لوبغاړي ليونل ميسي د پرېكنده ګول په سبب انټر ميامي د امرېكې فټ بال ليګ (ايم ايل ايس ) كښې نيو انګلېنډ ريولوشن ته په خپل ګړاونډ په1 ۔2 ماتې وركولو كراېسټرن كانفرنس كښې دويم پوزيشن تر لاسه كړو۔ د ډهاكه ټريبون تر مخه ليونل ميسي په 83 م منټ كښې په زړه پورې ګول …
د ليونل ميسي پرېكنده ګول ٬ د امرېكې فټ بال ليګ كښې انټر ميامي نيو انګلېنډ ته په 1۔2 ماتې وركولو دوېم پوزشين تر لاسه كړو

مزید خبریں
ميامي۔ 02 نومبر (اے پي پي) د ارجنټائن د نړيوال نوم لرونكې فټ بال لوبغاړي ليونل ميسي د پرېكنده ګول په سبب انټر ميامي د امرېكې فټ بال ليګ (ايم ايل ايس ) كښې نيو انګلېنډ ريولوشن ته په خپل ګړاونډ په1 ۔2 ماتې وركولو كراېسټرن كانفرنس كښې دويم پوزيشن تر لاسه كړو۔ د ډهاكه ټريبون تر مخه ليونل ميسي په 83 م منټ كښې په زړه پورې ګول كولو د خپلې ډلې بريا باوري كړه۔ د مقابلې په وړومبي هاف كښې دواړو ډلو كوم ګول ونه كړو خو په دوېم هاف كښې په 53 منټ ډينئل ګازډاګ په ګول كولو نيو انګلېنډ څخه په يو ګول بر لاسے تر لاسه كړو ۔ دغسې انټر ميامي ځوابي بريدونه تند كړل او په 69 منټ ليونل ميسي په غېر معمولي ډول بال خپل ماګري لوبغاړي جرمن بر ټرامے پلو وشغلو په كوم چې هغه ګول وكړو او سيالي يو په يو برابر شوه ۔ دغې نه پس يو وارې بيا ليونل ميسي دريو لوبغاړو څخه بال په تروړولو ګول وكړو او انټر ميامي ته يې بريا وركړه۔ د دې بريا نه پس د اڼټر ميامي پوائنټس د انګلېنډ نه زيات شول ۔ دغس لېډلې ته په وروستي مېچ كښې د شارلټ خلاف د بريا په صورت كانفرنس فائنل كښې به د هوم ګراونډ ګټه هم تر لاسه وي۔











