په پاكستان كښې به لومړي ځل لپاره د كلر ګرېډېنګ عصري تريبه وركولې شي ، فلم انډسټري او نجي څانګه به هم ترې ګټه پورته كړي : د وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پي ټي وي اكېډمۍ بحالۍ له غونډه كښې خبرې

اسلام آباد۔2نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ پي ټي وي اكېډمي د عصري غوښتنو سره هم آهنګ تربيتي مركز جوړولو له او ځوانانو ته د فلم ٬ درامه او ډيجيټل مواد په تيارولو كښې پېشه ور مهارتونه وركولو له د يوې بشپړه تګلارې وضعه كولو لارښوونه كولو سره وئيلي دي چې په پاكستان كښې له لومړي ځل لپاره د کلر ګرېډنګ عصري تربيه به …

اسلام آباد۔2نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ پي ټي وي اكېډمي د عصري غوښتنو سره هم آهنګ تربيتي مركز جوړولو له او ځوانانو ته د فلم ٬ درامه او ډيجيټل مواد په تيارولو كښې پېشه ور مهارتونه وركولو له د يوې بشپړه تګلارې وضعه كولو لارښوونه كولو سره وئيلي دي چې په پاكستان كښې له لومړي ځل لپاره د کلر ګرېډنګ عصري تربيه به وركولې شي كومه به چې د فلم انډسټري او نجي څانګې په ګټه هم وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پي ټي وي اكېډمي بحالۍ له د لوړې كچې يوې غونډې مشري كولو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په غونډه كښې د اطلاعاتو سېكرټري اشفاق احمد خلال په شمول د وزارت نورو اعلی چارواكي هم په غونډه كښې موجود وو۔ په غونډه كښې اكېډمۍ  لپاره نوې كلاس رومز ٬ د اسټوډيو لېپ تيارۍ ٬ زده كوونكو لپاره د وركس سټېشنز برابرولو ٬ تكنيكي عملې ٬ د ټرېنرز تعينات كولو او د نصاب تشكيلولو سره د اړوندو چارو جاج هم واغستې شو۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل د پی ټی وی ډرامه اېنډ فلم اکېډمۍ بحالي او د پي ټي وي هوم ري وېمپنګ د حكومت ميډيا او تخليقي صنعتونو ته د ودې وركولو عزم برخه ده۔ ده ووئيل په پاكستان له لومړي ځل لپاره د کلر ګرېډنګ عصري تربيې وركولو پروګرام پیل كولې شي۔ دې څخه وړاندې به په دې څانګه كښې تربيې او عصري آسانۍ ترلاسه كولو له بر هېوادونو ته تلل وو۔ وفاقي ووزير ووئيل چې د نجي څانګې همكارۍ سره به سپېځلې او عملي پائلټ پراجېكټ پېل كړی شي۔ ده ووئيل پی ټی وی اکېډمی د عصري غوښتنو له مخې فعاله او مؤثره تربيتي اداره جوړولو له به ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ ده  ووئيل پی ټی وی نیوز، پی ټی وی هوم او پاکستان ټېلي ويژن له به د ځوانانو د تخليقي پراجېكټس ډاډګيرنه كولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل پي ټي وي اكېډمي يوه مؤثر تربيتي مركز جوړولو سره سره په مالي توګه يوه پائيداره اداره جوړولو له به هم ګامونه پورته كولې شي۔

مزید خبریں