پاکستان د شنګهایي همکارۍ تنظيم د بانکونو د کنسورشیم د مشرۍ چارې سنبال کړې

اسلام آباد۔2نومبر (اے پی پی) پاکستان كال 27۔2026 لپاره د شنګهایي همکارۍ تنظيم (اېس سي او) د بانکونو د کنسورشیم (اېس سي او – آئي بي سي) د مشرۍ چارې سنبال کړې دي۔ د خزانې وزارت له مخې د پاكستان لخوا دا ذمه واري په يو داسې وخت كښې په غاړه اخيستې شوې ده كله چې هېواد كال 27۔2026 لپاره د شنګھائي همكارۍ تنظيم صدارت هم كوي۔ دې څخه سيمه …

اسلام آباد۔2نومبر (اے پی پی) پاکستان كال 27۔2026 لپاره د شنګهایي همکارۍ تنظيم (اېس سي او) د بانکونو د کنسورشیم (اېس سي او – آئي بي سي) د مشرۍ چارې سنبال کړې دي۔ د خزانې وزارت له مخې د پاكستان لخوا دا ذمه واري په يو داسې وخت كښې په غاړه اخيستې شوې ده كله چې هېواد كال 27۔2026 لپاره د شنګھائي همكارۍ تنظيم صدارت هم كوي۔ دې څخه سيمه ييز تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ مالياتي تړون او اقتصادي همكارۍ ته وده وركولو كښې د پاكستان د مخ په زياتېدونكي كردار عكاسي كيږي۔ د خزانې وزارت سلطان علي الانه ته د چيئرمېن په توګه د مهمو مسوولیتونو  په سمبالولو د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ د دې عزم پخلی کړې چې پاکستان به د اېس سي او د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا، د سرحدونو پورې غاړه سوداګرۍ او پانګونې ته د اسانتیاوو برابرولو او همدارنګه د سیمه ییز ادغام او ګډې سوکالۍ د ودې لپاره خپل رول ولوبوي۔

مزید خبریں